ګرانو هيوادوالو موږ د ورډپرېس پښتو ژباړه په بریا سره تر سره کړه او اوس زموږ هيوادوال کولای شئ چې ورډپرېس په خپله خوږه مورنۍ ژبه وکاروي.
تاسو پښتو ورډپرېس له دې لاندې ويبپاڼې څخه ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ:
ملګري کولای شئ زموږ سره د ژباړې په برخه کې مرسته وکړي، دا چې زموږ سره څرنګه مرسته کولای شئ دغه تړوني (لېنک) ته ورشئ:
https://translate.wordpress.org/languages/ps
۱ – لومړی خپل ځان په دې ويب پاڼه کې راجستر کړئ.
۲ – کوم لغات چې نه دي ژباړل شوي (Untranslated) پرهغه کلېک وکړئ.
۳ – په لغات دوه ځله کلېک وکړئ او خپله ژباړه وليکئ، او له ژباړې وروسته په (Add Translation) تڼۍ يا بټنه کلېک وکړئ.
دژباړې سره د مرستې لپاره تاسو له دغو لاندې سرچينو څخه کار اخيستئ شئ:
- د پښتو قاموسونو ويب پاڼه
- ليوال پښتو قاموس
- پښتو – انګريزي قاموس
- ورلډ لينګو (انګرېزي – پښتو ژباړونکی)
- ګوګل ژباړونکی (فارسي او اردو ژبې)