روسیې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې هغه خپاره شوي تورونه بې بنسټه بللي چې وايي روسیانو پروسږ کال په
افغانستان کې د امریکايي او اییتلاف پوځیانو وژلو لپاره جایزه ټاکلې وه.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دغه تورونه یې په لندن او واشنګټن کې د کارکوونکو لپاره په ګواښ بدل شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې پر ورځ په یوه رپوټ کې وویل، ټرمپ حکومت هغه رپوټونه ارزوي چې د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.