د
افغانستان او
پاکستان ترمنځ د ګمرکي همکاریو تړون لاسلیک سره دواړو هېوادونو چارواکو تمه ښودلې ده، چې له دې سره به دوه اړخیزه سوداګري او د افغان ترانزیت تجارت ستونزې کمې شي.
دغه تړون داسې مهال لاسلیک شوی، چې ټاکلېده، د پاکستان لومړی وزیر عمران کابل ته ولاړ شي.
له تېرو دوو ورځو راهیسې کابل د پاکستان د سوداګرۍ وزیر
محمد صالح احمد فاروقي او په سوداګریز چارو کې د عمران خان سلاکار
عبد الرزاق داوود په ګډون د یوه ۱۷ کسیز پلاوي کوربه دی.