لومړی مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Wikipedia-logo-v2-200px-transparent.png
پښتو ويکيپيډيا ته ښه راغلاست!
ويکيپېډيا يو وړيا پوهنغونډ دئ چي هرڅوک پکښې د سمونې سره سره نورې ليکنې هم جوړولای شي!
په پښتو ژبه ۱۱٬۴۷۵ ليکنې شتون لري

ورځ: دونۍ ..... ۱۵ جون ۲۰۲۰ گرېگوري ..... ۲۶ غبرگولی ۱۳۹۹ لمريز ..... ۲۳ شوال ۱۴۴۱ سپوږميز


د نن غوره ليکنه

مدهوبالا

مدهوبالا په ۱۴ فبروري ۱۹۳۳ کي په نوي ډیلي کي نړۍ ته ته سترګي روڼي کړې. هغې د خپل ژوند ډېره برخه یا بیا خپل ټول ژوند په هند کي تېر کړ. د مدهوبالا د پلار نوم عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. د ۱۹۴۴ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره سوه چې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډودۍ د پیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه سي. په خپلو هنري فلمونو کې مدهوبالا دهندوستان دمشهورو فلمي ستورو لکه؛ آشوک کمار، راج کپور، پرتهوي راج کپور، پردیپ کمار، شمي کپور، دلیپ کمار، سنیل دت او دیو آنند سره کارکړی دی. مدهوبالا په نړیواله کچه هغه مهال مشهوره سوه چې کله وتلي او منلي امریکايي مجلې (تیاتر او هنر) په ۱۹۵۲ کال کې د هغې انځورونه خپاره کړل، پر کومو چې ليکلي وه; (The Biggest Star in The World; د نړۍ ترټولو لویه ستورې). ددې فلمونو ډېر مینه وال درلودله په تېره بیا فلمونه لکه مغل اعظم، نیل کمل، شیرین-او-فرهاد، ساقي فلمونه یې ډېر مشهور سول. مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه سوه ځکه چې بدن یې ډیره وینه جوړوله، دغي بریالۍ فلمي اداکاري د ۱۹۶۹ زیږدیز کال دفبرورۍ د میاشتې په ۲۳مه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، او د سنټا کروز د مسلمانانو په هدیرې کې خاوروته وسپارل سوه.( بشپړه ليکنه...)

Wikipedia-logo-v2.svg د ويکيپېډيا سره يوځای شئ

په خبرونو کې

د چابهار ځانمرګی برید
د چابهار ځانمرګی برید
  • ۶ ډيسمبر ٢٠١٨: د چابهار ځانمرګی برید ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
  • د تلې ۲۷مه: اوزبکستان له مزار تر تورخم پټلۍ جوړول غواړي
  • افغان هېوادمشر غني: د سولې خبرې به افغان حکومت پخپله کوي
  • د تلې ۱۵مه: د روسیې ورنيژ پوهنتون کې نن سه شنبه د باچا خان او عدم تشدد کنفرانس جوړ شو.
  • د تلې ۱۵مه: د پاکستان ۲۰ بانکونو څه باندې ۲۰ زره مشتریانو محرم بانکي معلومات پلورل شوي.
  • د تلې ۱۵مه: د هلمند د سولې ولسي کاروان غړي بلجيم او هندوستان ته ځي
  • ۱۴ مارچ ۲۰۱۸: سټيفن هاوکينګ  چې د نړۍ تر ټولو مشهوره  فزیکپوه د ٧۶ کالو په عمر کې ومړ.
  • ۲۰۱۸ ۳ می : افغان هېوادمشر اشرف غنی لومړی افغان وو چی خپله الکترونیکي تذکره يي تر لاسه کړه.

{{خبرونه/نورو ولولئ|

  • نن د افغان سولې په اړه د روسیې، امریکا او افغانستان درې اړخیزه غونډه جوړېږي

نیټه د 2020 زیږدیز کال د جون 15 مه

افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، له روسيې او امریکا سره په ګډه د افغان سولې په اړه درې اړخیزه ناسته جوړوي.

کابل نیوز د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په دې درې اخیزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له قوله، ناسته نن ماښام جوړېږي او د بین الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند، بندیانو خلاصون او د جګړې د شدت کموالي په اړه پکې بحث کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې درې اړخیزه ناسته کې به د تاوتریخوالي پر کموالي، د بندیانو پر ازادېدو، بین الافغاني خبرو، دایمي او هر اخیز اوربند او د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځ ته کېدو خبرې وشي.

تر بهرنیو چارو وزارت وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» هم ددې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی وو، او یاده کړې یې وه، چې دا ناسته به دروانې میلادي میاشتې “جون” پر پنځلسمه پلان شوې، په انلاین بڼه جوړېږي او دافغان سولې او په بین الافغاني مذاکراتو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه به پکې بحث کېږي.

دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالب او دولتي زندانیانو د خلاصون د لړۍ له دوام سره هم مهاله د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې.

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې سره سم د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه شوې او تمه ده روانه اوونۍ دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي.

طالبان وایي، که له توافقنامې سره سم يې پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي د یوې له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه ورسره وغږېږي.


  • صدیق مخترع د ور پېښې ناروغۍ له امله وفات شوی

(2020ز کال د جون 15مه نېټه)

غلام صدیق مخترع چې په بېلابېلو برخو کې یې لږ تر لږه ۳۴۴ اختراع ګانې کړې وې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. نوموړي خپله لومړنۍ اختراع په څوارلس کلنۍ کې وکړه او په دې برخه کې یې ځانګړی مهارت درلود. غلام صدیق مخترع په تخنیکي برخه کې په بېلابېلو ادارو کې دندې تر سره کړې دي او ۳۴۴ داسې اختراع ګانې یې کړې وې چې له ټولو څخه یې په عملي ډول ګټه اخیستل کېده. خو نوموړي به تل له رسنیو سره په خبرو کې د حکومت له چارواکو ګیله کوله چې کار او اختراع ګانو ته یې ارزښت نه ورکوي او امکانات نه ورته برابرېږي. دده اختراع ګانې د ځینو بهرنیو تخنیکي شرکتونو لخوا هم منل شوې او ستایل شوې وې. غلام صدیق مخترع چې اوس مهال یې په کابل کې د بې وزلۍ ژوند تېراوه د ۸۰ کلونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له کبله کابل کې وفات شوی دی.

د نن ورځې وينا

هندي متل دی چې:
«څوک چې ړانده ته میلمستیا کوي، دوه کسان به ورځي! »
نوې وينا ورگډول

نور معلومات

ويکيپېډيا:بنډارځایبنډارځای
ټاکلې ليکنېټاکلې ليکنې
ويکيپېډيا:لارښودلارښود
شمارشمار
انتظاميهانتظاميه
بنډارځای ټاکلې ليکنې لارښود شمار پازوالي

Crystal Clear app email.png Ambasada · Ambasciata · Ambassad · Ambassade · Botschaft · Embaixada · Embahada · Embajada · Embassy · 大使館

Wikimedia-logo.svg گڼ ژبنيز کومکځای · لارښود

Hubungi kami که تاسې په يو شي کې مرسته غواړئ نو زمونږ سره اړيکه ټينگه کړئ

ويکيپېډيا په نورو ژبو

پښتو ویکیپېډیا چي بنیاد یي شاوخوا په ۱۳۸۲ لمريز کال کي کښیښودل سو چي شاوخوا ۱۱٬۴۷۵ لیکنی لري او د کمزورو ویکیپېډیاګانو څخه هم حسابیږي. ويکيپېډيا په ډيرو ژبو کي شته؛ يو شمېر يې په لاندې ډول دي.