په لندن کې ۱۲ تنه د ترورستي بريد په تور نيول شوي دي

پوليسو په لندن کې د تروریستي برید د لاس لرلوپه شک 12 تنه نيولي دي. ...

ټرمپ په لندن کې د ترورسټي بريدونو په اړه د ښاروال پر خبرو نيوکې وکړي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برتانیا په مرکز لندن کې د ترورستي بريدونو په تړاو چې په پايله کې اووه تنه ووژل شول د لندن ښاروال صادق خان پر خبرو نيوکې کړي دي. ...

ټرمپ: د ترهگرۍ ضد مبارزې کې څرگند دریځ پکار دی

د امریکا ولسمشر په لندن کې د ټرورسټي حملې نه وروسته

شمالي کوریا به «له ځنډ پرته »اټومي پروګرام ته وده ورکړي

شمالي کوريا په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستۍ پرېکړه ليک رد وي. چې د توغنديود پراختيا په تړاو ئې پر شمالي کوريا بنديزونه نور هم زيات کړي دي. خو شمالي کوريا به « له ځنډ پرته» خپل اټومي پروګرام تعقيب کړي. د امطلب د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت استازي څرګند کړی دي. ...

بلوچستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ نښته کې مرګژوبله اوښتې

د انځور حقوق ISPR

د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې آی ایس پي ار ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت مستونګ سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۲ سخت دریځي وسله وال وژلي دي.



نښته کې د دوو افسرانو په ګډون پنځه پوځیان ټپیان شوي دي.

د پوځ په وینا سپلنجي سیمه کې وسله والو په یوه غار کې د بریدونو پلان جوړاوه.

کرېکټ: هند پاکستان ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty Images

د هند کرېکټ ملي لوبډلې خپلو پاکستاني سیالانو ته د اتلانو جام کرېکټ سیالیو کې په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه. دغه سیالۍ انګلستان کې کېږي.



لومړی هند لوبه وکړه او ټولو ۴۸ اوورنو کې یې ۳۱۹ منډې جوړې کړې.

د باران له کبله لوبه اغېزمنه شوه او پاکستان لوبډلې ته ۴۱ اوورنو کې د ۲۸۹ منډو هدف وټاکل شو، خو پاکستاني لوبغاړي وتوانېدل ایله ۱۶۴ منډې وکړي.

څلورو هېوادونو له قطر سره اړیکي پرې کړي

د انځور حقوق . سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحدو عربي اماراتو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې دي. د سعودي

د مانچسټر برید قربانیانو لپاره د آریانا ګراندې موسیقۍ کنسرت

د انځور حقوق ONE LOVE MANCHESTER/DAVE HOGAN

امریکايۍ سندرغاړې آریانا ګرانډې یو ځل بیا مانچسټر ښار کې کنسرت ورکړ. دوې اوونۍ مخکې د بریتانیا په همدې ښار کې د آریانا په یوه کنسرت کې ځانمرګی برید وشو.



هغه ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۵۹ نور ټپيان شول چې ډېر شمېر یې ماشومان او تنکي ځوانان وو.

سرتاج عزیز: پاکستان د کابل چاودنې تورونو ته اندېښمن دی

د انځور حقوق AFP

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز خبرداری ورکړی، پر دغه هېواد بې بنسټه تورونه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو هڅو ته زیان رسوونکي دي.



نوموړي دا څرګندونې د افغان چارواکو د هغو ادعاو په غبرګون کې کړې، چې پکې ویل شوي تېره اونۍ په کابل کې خونړی ځانمرګی برید په پاکستان کې پلان شوی و او د حقاني شبکې لخوا تر سره شوی چې مرکزونه یې د ډیورنډ کرښې په پاکستانۍ غاړه کې دي.

د خواله رسنیو له لارې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي هڅې

د انځور حقوق Getty Images

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېرېزا مې ته خبرداری ورکړل شوی، له لندن برید وروسته به د تکنالوژۍ کمپنیو لپاره د هغې له لوري د اصولو سختولو ژمنه ګټوره نه وي.



مېرمنې مې ویلي و، د انټرنېټ یو شمېر برخې باید د نوموړې په خبره له دې کبله وتړل شي، چې 'ترهګریزو فعالیتونو ته خوندیتوب ورکوي. ' خو د ازدادانه حقونو ډلې ویلي خواله رسنۍ کومه ستونزه نه، بلکې دوی د مېرمنې مې غندنه 'فکري لټي ' بللې.

والیانوته خبرداري

دوي ته خبرداري ورکړل سوي چې په رسنيو او غونډو كې د داسې څرګندونو له كولو په جدي توګه ډډه وكړي، چې د خلكو ترمنځ د تاوتريخوالي او د هغوى د بېلوالي سبب كېږي. ...

د غني او حکمتیار لیدنه به پر روان وضعیت اغیزه و کړي؟

حزب اسلامي له روان وضعیت د راوتو لپاره د ملي اجماع رابلل غوره لار بولي او حکمتیار به له ولسمشرغني سره پرې وغږیږي. ...

د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین د شانګهای په ټولنه کې د ایران د ...

ایران باید د شانګهای د همکارۍ د ټولنې بشپړغړیتوب تر لاسه کړي. په دې هکله څرګندونې د چین د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار لي حوایلای کړې دي. ...

د جرمني د بهرنيو چارو وزير له طالبانو سره د سولي د خبرو غوښتنه کړې

د جرمني د بهرنيو چارو وزير زيگمار گابريل له «بيلد ام زونتگ» ورځپاني سره په مرکه کي ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي د راوستلو له پاره بايد له طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل سي. هغه ويلي دي چي «موږ په دې کي ونډه لرو چي په افغانستان کي د ښکېلو اړخونو ترمنځ يو سياسي حل پيدا کړو.» هغه زياته کړې ده چي د نړۍ په هيڅ برخه کي يوازي له پوځي لاري سوله نه سي راتلای.

هغه دغه راز غوښتنه کړې ده چي په افغانستان کي د مېشتو آلماني ځواکونو شمېر بايد لږ نه سي: «افغانان موږ ته وايي: د مهربانۍ له مخي زموږ له هيواده مه وځئ، ځکه ستاسو په وتلو سره به وضعيت بدتره سي.»

ارګ: طالبان د آی‌ایس‌آی له همکارۍ پرته برید نه شي کولی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د کابل په ښار کې د چهارشنبې او شنبې د ورځو تروریستي بریدونه چې له سلو زیات کسان یې ووژل او نږدې شپږ سوه نورپه کې ټپیان شول، د دواړو پلاند پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې او مولوي احمد په مدرسه کې جوړ شوی وو.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان د استخباراتو ادارې آی ایس آی د حقاني شبکې سره د چهارشنبې د برید په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.

بحرین، مصر، متحده اماراتو او سعودي عربستان د قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې وشکولې

د قطر سره څلورو هیوادونو بحرین، مصر، متحده اماراتو او سعودي عربستان خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشکولې. ...

افغان ولسمشر:یوه ملي بحث ته اړتیا ده

د افغانستان جمهوررئیس څرګنده کړه، د ثبات یوازینۍ لار اسلام او یووالی مو په اسلامیت کې دی، ځکه د اسلام پاک دین کې قوم، طرف او سمت مطرح نه‌دی. ...

د روسيي او لويديځ ترمنځ د اړېکو تودوالی

سييمونيان هيله لري چې دروسيي او لويديځ تر منځ اړېکې به ښی شي. ...

پوتین: امریکا ددې حق نه لري چې زمونږ نه د اپوزیسیون په هکله پوښتنه وکړي

ولادیمیر پوتین به تل په ياد ولري، چې د۹۰ کلونو په لومړیو کې زمونږ هیواد په کوم حالت کې وو. په همدې ډول ولسمشر به هيڅکله د سترې نړیوالې جګړې قربانیان، او د لینیګراد د کلابندۍ له کبه خلک چې د لوږې مړه شوي، هیر نه کړي. ...

يمن نه غواړې چې د قطر سره ديپلوماتيکې اړېکې ولري

د يمن هېواد د يوشمير عربي هېوادونو په څېر د قطر سره ديپلوماتېکې اړېکې پرې کوي. دامطلب د يمن خبري اژانس صبا ورکړی دي. ...

  • Pashto Radio Stations: