لومړی مخ
د پښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشحال خان خټک په داسې حالت کې نړۍ ته ستر گې وغړولې چې نورالدین جها نگیر د هند په نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود ، یعنی په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نوم شهباز خان ، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو۔خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې گاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو . ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپگان په وجه له هغه ځایه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته راغلی وو او اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې دده په غاړه کړه . دا چې دی یو ښه سړی وو ، نو د اکبر پاچا پام يې یې ځان ته کړى او په ده باندې یې هم زیاته مهر باني وکړه او ده هم ژمنه وکړه چې دی او قبیله به یې د پاچا وفادار او خدمتگار وي . ددغې لاری مخصول به هم ملک اکوړه اخیست او په دغه ځای کې یې یو سرای اباد کړ چې د (اکوړې) په نوم یاد یږي . دغه سرداري تر خوشال خانه پوری راورسیده یعنی ، د ملک اکوړې نه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشحاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دبښتنولی احسا س پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیات درس ته نه پریښودم ۔د خوشال له کلیاتو نه هم مالومیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو .
بشپړه ليکنه- ✦ الماس د کاربن یو ډول دی.
- ✦ د انسان په مغزو کې ۷۸% اوبه شتون لري.
- ✦ انسان په ورځ کې 23,000 ځله سا اخلي
- ✦ الماس د کاربن یو ډول دی.
- ✦ د زرافې ژبه ۴۲ اېنچه اوږده وي.
- ✦ لمر د ځمکې څخه 330,330 ځله زيات لوی دی
- ✦ د ځمکې ټول وزن 6,588,000,000,000,000,000 ټنه دی۔او د سپوږمۍ وزن 81000000000 ټنه دی
- ✦ د انسان سترګه د ۱۳۵ مېلیونو د لید سلولونه لري.
- ✦ د مڼې، پیاز او الو خوند یو ډول دی، مګر د مختلف ډوله وږم لرلو سره د دوي خوند مختلف ښکاري.
- ✦ د انسان سکېلېټ له ۱۳ تر ۱۵ کیلو ګرامو وزن لري.
- ✦ د هرې غڼې د جال تارونه ځانته ځانګړنه لري، او د بلې غڼې له تارونو سره ورته والی نه لري.
- ✦ د نړۍ مروجې پېسې له کاغذ څخه نه بلکه له کتان څخه جوړې شوې دي.
ناپیلون بناپارت: وايي :
” | د ماتې او بري ترمنځ واټن تر یوه ګام ډېر نه دی، خلګ یوازې د ماتې له وېري ماتېږي. ! | “ |
د ويکيپېډيا کارنانهغه کسان دي چې په ويکيپېډيا کې يو گڼوڼ لري او بيا په ويکيپيډيا کې د نويو ليکنو خپرولو سره سره بېلابېل سمونونه هم ترسره کوي۔ په ويکيپيډيا کې هر څوک يو کارن جوړېدلی شي او د ويکيپيډيا په هره ليکنه کې سمون کولی شي۔ تاسې هم په دې کې شامل شئ۔
- د مۍ ۱۶مه: د اوبو د۲۹ بندونو د جوړېدو تدارکاتي چارې پیل شوي.
- 2016 د مۍ 6مه: افغان امنیتي ځواکونو د دولت مخالفو وسلوالو طالبانو له زندان څخه ۶۰ تنه راخلاص کړل.
- 2016 د مۍ 6مه: هلمند کې په هوايي بريد کې د پاکستانيانو په شمول د دولت ۱۹ وسلوالو مخالفین وژل شوي.
- 2016 د مۍ 6مه: امريکا به ۱۲ نورې پوځي الوتکې افغانستان ته ورکړي.
- 7.7 درجې زلزلې افغانستان، پاکستان،تاجکستان او هند لړزولي دي
- 28 ستمبر : طالبانو د افغانستان ښار کندوز نيولی۔ د افغانستان حکومت او طالبانو ترمينځه له جگړه روانه ده
- 11 ستمبر :په مکې کې کرېن غورځېدلی چې له امله يي 107 حاجيان شهيدان او 300 څخه زيات ټپيان شوي دي
- 30 جولای : طالبانو د ملا محمد عمر د مړينې تاييد کړی۔