د کتاب نړيواله کره شمېره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
EAN-13-ISBN-13.svg

د کتاب نړیواله کره شمیره (ISBN) یا International Standard Book Number دا یوه ۹ گڼنیزه نړیواله شمیره ده، چې د خپرو شوی سوداگریزو کتابونو د پیژندنې او سمې کنترولونې لپاره کارول کیږي. دغه شمیره په لمړۍ ځل لپاره د گورډن فوسټر لخوا چې اوس د ایرلېنډ په ډوبلین ښار کې د ټرینټي په کالج کې د شمیرپوهنې استاد دی د کتاب پلورونکو او قرطاسیه خرڅونکو لپاره په کال ۱۹۶۶ کې منځته راغلي وو. وروسته بیا د کتابونو د شمیر د زیاتوالي له امله اوس د دغه شمیره له نهو نه ۱۳ ته لوړه شوې.