حکومت
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حکومت هغه سازمان دى، چې په يوه ټاکلې سيمه کې د واک او قانون نافذولو پوره واک ولري. د حکومت د مفهوم لپاره ډول، ډول تعريفونه شوي دي. چې لدې ډلې څخه يو هم: حکومت د يوه دولت د تصميم نيولو قوت بولي. حکومت له درې ډوله قواو څخه جوړېږي:
دارنگه ډولت د سياسي اقتصادپوهانو لکه ماکس وبر او سياسي فلسفيانو له نظره: د دولت جوړونکي اورگانونه وزارتونه او نور اورگانونه دي.
د حکومت ډول
په دې نړۍ کې ډېر حکومتونه دي ، ځني هېوادونو کې جمهوري حکومتونه دي په ځنو کې جمهوريت وي په ځنو کې پاچايي وي او په ځنو کې بل قسم حکومت وي، پخوا به پاچايي به د حکومت له ټولو عام ډول و، اوسني وخت کې زيات هېوادونو کې جمهوريت دي. جمهوريت هغه حکومت ته ويلي کېږي کوم چې د يو هېواد د ولس يا عوامو په خوښه جوړ شي بلخوا آمريت هغه حکومت ته ويلي کېږي کوم چې د ډنډې په زور کېږي