د امریکا چاپ واشنگټن پوست په
افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مشر جنرال نيکولسن هغه وينا مهمه بللې چې وايي، طالبان د دغه هېواد پر ١٠ سلنې نفوس ولکه يا کڼترول لري.
ښاغلي نيکولسن دا څرگندونې له اسوشېتد پرېس خبري اژانس سره په يوه مرکه کړې او ويلي یې دي، طالبان له حکومت سره جگړه کوي چې لږ تر لږه ٢٠ سلنه
نور وگړي يا نفوس هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.
ورځپاڼه وايي، جنرال نيکولسن دا جگړه ډېره سخته بللې چې په وينا يې افغانانو ته خورا درنه مرگ ژوبله اړوي. جنرال نيکولس زياتوي "ډېرى مرگ ژوبله پر پوستو د نښتو له امله کېږي، چې په کې کم شمېر ځواکونه، چې نه ښه سمبال شوي او نه يې سمه روزنه لېدلي مېشت وي."