د پښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشحال خان خټک په داسې حالت کې نړۍ ته ستر گې وغړولې چې نورالدین جها نگیر د هند په نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود ، یعنی په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نوم شهباز خان ، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو۔خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې گاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو . ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپگان په وجه له هغه ځایه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته راغلی وو او اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې دده په غاړه کړه . دا چې دی یو ښه سړی وو ، نو د اکبر پاچا پام يې یې ځان ته کړى او په ده باندې یې هم زیاته مهر باني وکړه او ده هم ژمنه وکړه چې دی او قبیله به یې د پاچا وفادار او خدمتگار وي . ددغې لاری مخصول به هم ملک اکوړه اخیست او په دغه ځای کې یې یو سرای اباد کړ چې د (اکوړې) په نوم یاد یږي . دغه سرداري تر خوشال خانه پوری راورسیده یعنی ، د ملک اکوړې نه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشحاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دبښتنولی احسا س پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیات درس ته نه پریښودم ۔د خوشال له کلیاتو نه هم مالومیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو .