کډوالو کړکېچ: ترکیې سره خبرو کې د اروپایي ټولنې 'ګډ دریځ'

د لوګزامبورګ لومړی وزیر وایي، د اروپایي ټولنې مشرانو هوکړه کړې چې د کډوالو بحران د حل لپاره له ترکیې سره په معامله کې ګډ دریځ خپل کړي.


خاویر بتل وویل، د اروپایي ټولنې ګډ دریځ به د جمعې ورځې په سهار د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره شریک شي. ددې وړاندیز له مخې، ټول هغه کډوال چې له ترکیې یونان ته ځي، بېرته ګرځول کېږي.
په بدل کې یې تصور کېږي چې اروپایي ټولنه ترکیې ته د مالي مرستو او شنګن حوزې ته له ویزې پرته لاسرسي وړاندیز وکړي.

سعودي عربستان یمن کې خپل پوځي عملیات محدودوي

سعودي عربستان ویلي، ددې هېواد په مشرۍ ایتلاف به په یمن کې د یاغیانو پروړاندې عملیاتو کچه راټيټه کړي.


د حوثي یاغیانو او د هغوی ملاتړو پروړاندې د عمدتا عرب هېوادونو عملیات یو کال وړاندې د یمن حکومت د ملاتړ لپاره پیل شول.
د سعودي پوځ یوه ویاند ویلي، دا ایتلاف به لا هم د یمني ځواکونو هوایي ملاتړ ته دوام ورکړی.


دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې په دې اونۍ کې په یمن کې پر یوه بازار د هوایي برید د وژل شویو شمېر دوه برابره شوی او تر ۱۰۰ اوښتی دی.

په دمشق کې به د سوریې په هکله وروستی سند لاسلیک شي

دمشق ښایي هغه ځای شي، چې د سوریې په هکله د خبرو اترو وروستنی سند به په کې لاسلیک شي. په دی هکله خبر د «حمیمیم» په نوم د اپوزیسیون د دلې مشر ایلیان مساد ورکړی دی. ...

د سوریې شمال کې کردان فدرالي نظام اعلانوي

کردي ګوندونه وايي، د سوریې په شمال کې د دوی تر واک لاندې سیمو کې د فدرالي سیستم اعلانولو هوډ لري.


وړاندې کردانو له ترکیې سره پر پوله په درو سیمو (عفرین، کوباني او حسکه) کې 'کورواکي' اعلان کړې وه.
په دغه سیستم کې معمولاً عرب او ترکمن مېشتې سیمې هم دي، چې له 'اسلامي دولت' (داعش) ډلې نه نیول شوې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه لګولي

د شمالي کوریا له لوري دا وروستیو کې د اتومي او توغندیو زموینو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګولي دي.


دغه بندیزونه د ولسمشر بارک اوباما د یوه ځانګړې امر له لارې لګول شوي دي.
د امر له مخې امریکا کې د شمالي کوریا شتمنۍ کنګل شوې، دغه راز امریکايي تولیدات هم شمالي کوریا ته نه شي صادریدای.


د امر له مخې امریکایان په شمالي کوریا کې پانګونه هم نه شي کولای.

بلوچستان: د الله نذر بلوڅ په ګډون د ۶۶ کسانو د سرونو بیه ټاکل شوې

پاکستان کې د بلوچستان ایالتي حکومت د هغو ۶۶ کسانو د سر بیه ټاکلې، چې وايي د ممنوع اعلان شویو ډلو اړوند دي.


په دغو کسانو کې د ډاکټر الله نذر بلوڅ نوم هم شامل دی.
د نوموړي په اړه چارواکي ادعا کوي، چې د بلوچ لبریشن فرنټ نومي بیلتون غوښتونکي سازمان مشر دی.

اردن کې د موټر چپه کېدو ۱۵ فلسطیني عمره کوونکي وژلي

رپوټونه وايي، د اردن په جنوب کې د فلسطیني عمره کوونکو د سپرلۍ یو موټر چپه شوی، چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي.


پېښه د اردن جنوب معان سیمه کې شوې ا و۳۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

روسيه په دوو-درو ورځو کي له سوريې ځواکونه باسي

د روسيې د هوايي ځواکونو قوماندان ويکتور بوندارف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۷مه) د روسيې له «کمسمولسکايه پراودا» ورځپاني سره په مرکه کي ويلي دي چي په دوو- درو ورځو کي به په مکمله توگه د خپلو ځواکونو ډېره برخه له سوريې څخه راوباسي.
دا په داسي حال کي ده چي په منځني ختيځ کي د امريکايي ځواکونو وياند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۶مه) اعلان وکړ چي په سوريه کي د روسيې ځواکونو کمښت چندان نه ليدل کيږي.

د عراق کردانو د روسیې څخه د زینیت ۵ توغندیز سیستمونه تر لاسه کړي دي

د عراق د دولتي چارواکو د موافقې سره سم روسې ځايي کردانو ته وسلې ورکړي دي. په دي هکله خبر د چهارشنبې په ماښام د عراق د ایربیل په ښارکې د روسیې قونسل ګیري لخوا خپور شوي دي. ...

امریکا د خپلې پرمختللې thermonuclear مرمې وازمایله

امریکا متحده ایالاتو د خپلې تر ټولو پرمختللې thermonuclear د W88 مرمې آزمایښت تر سره کړ. په دی هکله خبر د امریکا د انرژي د چارو وزارت د اټمي وسلو د امنیتي ریاست لخوا ورکړ شوی دی. ...

امريکايي پوځيانو ته د کندوزپر روغتون د بمبارۍ له امله انضباطي سزا ورکرل شوه

تر ۱۲ زياتو امريکايي پو ځيانو ته له دې کبله انضباطي سزا ورکړل شوه چې د افغانستان د کندوز ولايت د «بې پولې ډاکترانو» پر روغتون هوايي بمبارۍ وشوي چې په ترځ کې يي ۴۲ تنه ووژل شول . دامطلب اسوشيتيد پرس اژانس دامريکا د پوځيانو د سر چيني له قوله ورکړی دي. ...

د «Yandex» پر نړیواله بریښنا پاڼه په ایران کې بندیز ولګید

د «Yandex» پر نړیوالې بریښنا پاڼې بندیز لګولي. په دي هکله خبر د «Kommersant» ورځپاڼې د روسیې دولت ته یوې نژدې سرچینې په حواله خپورکړی دی. ...

ايران عراق او سوريي ته ځانګړي جزوتامونه او ماهر نښه ويشتونکو داستولو چمتوالی نيسي

ايرا ن نيت کړي سوريي او عراق ته د پوځي سلاکارانو په توګه پو ځي ځانګړي جزوتامونه او ماهر نښه ويشتونکې وليږي. دامطلب د چهارشنبي په ورځ د ايران داردو قوماندان مرستيال علي اراسته څر ګند کړی دي. ...

کردي ډلې د انقرې د مرګوني برید پړه منلې

د ''ټي اې کې'' په نامه د کردي جنګیالیو یوې ډلې د ترکیې پلازمېنه انقره کې د تېرې یکشنبې ورځې د هغه خونړي ځانمرګي برید پړه منلې ده، چې لږترلږه ۳۷ کسان پکې ووژل شول.


دغې ډلې پر خپلې وېبپاڼې ویلي، دا برید د هېواد په سوېل ختیځو کردي مېشتو سیمو کې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې شوی دی.

په قزاقستان کې پر ماشومانو جنسي تیري کوونکي خصی کوي

د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان د مشرانو جرګې «د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په قانون کي د یولړ بدلونونو او سمونونو راوستلو په هکله» قانون تصویب کړ. په دی هکله خبر د «تاس» آژانس ورکړي دي. ...

يوه ډله وسله وال چې تر هګرۍ بريد ته يي چمتوالی نيولی وو په داغستان ...

يوه وسله واله ډله چې تر هګرۍ بريد ته يي چمتوالی نيولی وو او د «اسلامي دولت» سره يي تړاو درلود په داغستان کې نيول شوي ده. ...

د روسيي د کورنيو چارو وزارت د اسلامي دولت په ساحه کې د انترنيټ د ...

د روسيي د کورنيو چارو وزارت وړانديز کړي چې د «اسلامي دولت» د نفوذ په ساحه کې د انترنيټ په بنديدو خبري اتري تر سره شي. تر څو ترهګرۍ ډلې ته د غړو استخدام بند شي او د ايديالوژي د خپريدا څخه يي مخنيوی شوي وي « اوس انترنيټ په لويه کچه تر بريدونو لاندې راغلی دي( داسلامي دولت لخوا) . ...

د کډوالو ستونزې هواري هوکړې لړ کې لا هم خنډونه شته

د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو مشران د پنجشنبې په ورځ د کډوالو ستونزې هواري په موخه له ترکیې سره د وروستۍ هوکړې لپاره خبرې کوي.


د اروپايي شورا مشر دوناډ ټوسک مني، چې د ترکیې او اروپايي اتحادیې تر منځ د هوکړې رامنځته کېدو پر وړاندې لا هم داسې ستونزې شته، چې نه دې هوارې شوې.
تمه کېږي، چې د برسلز دغې غونډې کې به د جمعې په ورځ د ترکیې لومړی وزیر احمد داوود اوغلو هم ګډون وکړي. پروسږ کال له یو میلیون ډېر کډوال اروپا ته رسیدلي، چې پکې ډېری له ترکیې نه یونان ته تللي.

"افغان لوبډله سريلنکا سره سيالۍ ته بشپړ چمتو والى لري"

د کرکټ د ٢٠ اوريزه نړيوالې اتلولۍ دويم پړاوکې نن د

شمالي کوریا په امریکا د کودتاه تور ولګاوه او د امنیت د شورا غونډه یي راوبلله

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه له دی کبله چې امریکا په دي هیواد کې د کودتاه پلان درلود، غونډه رابللې ده. ...

  • Pashto Radio Stations: