هیله ده چې تر دی له مخه به تاسي ته د یوي جسم پروشی لیک نه وي در لیږل شوی. او دا هیله هم ده چې تر نن ګړۍ پوری به تاسو زما په څیر د نورو میرمنو صورت هم نه وي لیدلی. زه په دي پوهیږم چې تاسو ته دا لیک لیکل څومره څپک عمل دي.او هغه هم یو داسی لیک. خو څه وکړم حالت هم دا ډول دي او په تیره بیا د دي دواړو جنکیو غوښتنه دومره تنده ده چې د دي لیک د لیکلو څخه په هیڅ ډول شاته نه شوم. دا لیک زه نه درته لیکم دا لیک بیلا او بتول په ما لیکې. زه د زړه له کومې بښنه غواړم که چیري زما په لیک کي کومه جمله بده درباندي ولګیده نو دا زما مجبوری وبولۍ د بیلا او بتول په غوښتنه دا لیک لیکم.
دا سرګنده ده چې نواز شریف امریکا ته د پاکستان او امریکی تر منځ د اړیکو د ښه کیدو د پاره نه وو غوښتل شوی، بلکه امریکا نواز په افغانستان کي د امریکی د کمزوری پوزیشن په سبب ورغوښتی وو. نوري ستونزي د امریکا لپاره موهیمي نه وي.
له غزی څخه نیولی تر کوبانی پوری اسلامی بنسټپالو او د صهونیت بربادی د پانګوال نظام د دی کړکیچ نښه ده چې پوره کرښه د بربادی، ذلت، او بربریت په اور کی سوزی. دا بی باوری د هری ورځی په تیریدو سره د زبیښاک دوه مخیتوب او منافقت هم را سرګندوی.په شام او عراق کی د اسلامی ریاست (آی ایس) په نوم وحشی بنسټپاله ټولۍ راپورته کیدل دا په ګوته کوی چي د دی متروک نظام په حدودو کی انسان د پر مختګ په ځای د پخوانی یا (ماضی بعید) په روحانی عقایدو او په روانیاتو کی غرق کیږ
په دریم اګست د پاکستان فوځی مشر جنرال راحیل شریف د راولپنډۍ د اینټي نارکوټیکس فورس هیډ کوارټر ته د ورتګ په محال وویل چې د نشیې توکو جوړونکې او تجارت کونکې د ترهګرو په څیر د قامی سلامتی لپاره ګواښونکې دي. د نشیې توکو څخه په لاس راغلی پیسي په ترهګرۍ کی کارول کیږي. اود دوی د له منځه وړلو د پاره د رغنده ګامونو اخستلو اړتیا دي. ۱۹۷۸ څخه را وروسته دا لومړی ځل دي چې د پاکستان پوځي مشر مخامخ د تور اقتصاد په هکله واي او د دي دندې د له منځه وړلو هوډ کوي.که چیری داسی کار ترسره کیږي نو د هیواد اقتصاد ته په کتو سره د بریالیتوب امکانات یې د تور اقتصاد پراخ حجم په سیاست او ریاست کي دژورو ریښو لرلو په وجه نیمګړی تر سترګو کیږي. ۱۹۷۸ له مخه دپاکستان په اقتصاد کي د بی سنده یا بی قانونه اقتصاد ونډه تر ۵ فیصدی هم لږ وه. نن ددی ونډه تر ۷۳ فیصدی هم لوړه شوي ده او د دی لویه برخه نشیې توکي،باج اخستل، اداری درغلۍ او نورو جرمونو په توره دنده بشپړیږي. په بله مانا ټپ یا ناسور تر بدن لوی شوی دي. د دی په عملیاتو به دا وروست اقتصاد ژوند له لاسه ورکړي. که چیری دولتې اقتصاد دوه یا دری سلنه وده کوي نو تور اقتصاد لس فیصدی وده کوي.ریښتیا ډیر ښکاره دی دا هیواد په هم دی تور اقتصاد چلیږي، په دی توره دنده سیاست چلیږي، به دی کي پانګه کیږي روزګار او مارکیټ تری پیدا کیږي او د دی ځای نیمه مړه پانګوالې څا تری اخلي. نو ځکه په دي نظام کی دننه د اقتصاد پاکول اود توری دهندی څخه د خلاسون یو امکان هم نشته.
50 questions and answers about Socialism in Pashto.
Page 1 of 2