چين او ويتنام موافقه وکړه چې دجنوبې چين په سمندرګې کې به د سولې څخه ...

د چین اوويتنام مقاماتو موافقه وکړه چې د جنوبي چين دسمندرګې د اختلاف وړ سيمو کې به د سولې او ثبات څخه ملاتړ کوي. ...

په تاريخ کې دلومړي خل دپاره ښخي د «سپوږمۍ-۲۰۱۵» ازمايښت په برياليتوب سره سرته ورساوه

د يادونې وړ ده دروسيي دعلومو اکادمي د طبي – بيالوژيکې ستونزو انستيتوت غير معمول ازمايښت د « سپوږمۍ -۲۰۱۵» په نامه تر سره کړ. ...

اروپايي ټولنه او رد سوي پناه غوښتونکي

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ
په لوکسامبورگ کي د ASEM یا اسیا او اروپا په کنفرانس کي بیا هم سمدلاسه د مهاجرو پر بحران باندي خبري وسوې. د اروپايي ټولني دباندنیو چارو مسئولې فیدریکا موگریني اعلان وکړ چي «له پاکستاني لوري مثبت زیگنالونه موجود دي». د هغې په خبره د اسلام آباد حکومت د خپلي همکاری ډاډ ورکړ چي واقعأ به ژر هغه پاکستانیان چي رد سوي وي، بیرته مني.

دامريکا متحده ايالاتو د مخالفينو دهر وسله وال په چمتو کولو کې دوه مليون ډالره ...

په پیل کې داسې پلان وو، چې دامريکا متحده ايالاتونه درې زره وسله وال کسان داسلامپالو سره د جګړې په موحه چمتو کوي او په دې پروژه ۵۰۰ مليون ډالره لګښت راځي. ...

چارلې ابدو په مصر کې د А-321 الوتکې دلوېدو په اړه د بدبينۍ نه ډک ...

فرانسوي مجلې د روسيي او شوروي اتحاد په تاريځ کې دهوائي الوتکې دلوېدو د خونړۍ پيښي په اړه ملنډې وهلي دي. ...

جرمني د پناه ورکولو بهير د چټکولو اعلان کړی

جرمني په کور دننه د کډوالو پر سر د راپورته شوې لانجې له هوارولو وروسته د پناه غوښتونکې په اړه خپل پلان ډاګيزه کړی دی.


د دغه پلان له مخې به کډوالو ته د پناه ورکولو بهير چټک شي.
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وايي د هغو پناه غوښتونکو لپاره پنځه ځانګړي مرکزونه جوړوي، چې د منل کېدو لږ چانس لري.

روسیې وښودل، چې د یوقطبه نړۍ جوړېدا ناشونې ده

په منځني ختیځ کې حالات پر نړیوال امنیت منفي اغېز کوي او د «اسلامي دولت» پر ضد په مبارزه کې د فعالو هلوځلو غوښتنه کوي. دا هغه پایله ده، چې په « روسیه نن» نومې بین المللي اطلاعاتي اژانس کې د جوړ شوي «ګردي مېز» ګډونوالو له خپلو بحثونو واخېسته. ...

ننګرهار کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ۳۲ غړي وژل شوي

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پایله کې د ''اسلامي دولت'' ډلې لږترلږه ۳۲ غړي وژل شوي دي.


د اچین ولسوال حاجي غالب بي بي سي ته ویلي، دا جګړه د تېرې چارشنبې په ورځ پیل شوې او افغان ځواکونو د ''اسلامي دولت'' ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

ډېرو هېوادو شرم الشيخ ته خپلې الوتنې وځنډولې

د نړۍ يو شمېر هېوادونو وروسته له هغې د مصر شرم الشيخ ته خپل پروازونه وځنډول چې دغلته يوه روسۍ مسافر لېږدوونکې الوتکه ولوېده او وېره ده چې ښايي د لوېدو لامل يې بمي چاودنه وي.


وروسته له هغې چې بريتانيا د مصر شرم الشيخ ته خپل پروازونه وځنډول ډېری نورو هېوادونو هم د بريتانيا پر پله پل کېښود.
د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کيمېرون ويلي د بريتانوي اتباعو ژوند ده ته لومړيتوب لري او له دې وروسته بايد نه شرم الشيخ ته پرواز وشي او نه له شرم الشيخ نه بريتانيا ته پرواز وشي.

د ځیرک تیلیفونونو ''څارګر'' پروګرامونه وپېژنئ

یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې ده، چې د ''اپل'' شرکت او انډرویډ چلیځ غونډال په ځیرک یا سمراټ تیلیفونونو کې ځینې پروګرامونه د کاروونکو جاسوسي کوي او پټ معلومات یې درېیم لوري ته استوي.


د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انستېتیوت او د هارورډ او کارنیګي میلون پوهنتونونو څېړونکو دا څېړنه د ځیرک تیلیفونونو پر هغو ۱۱۰ اپلېکېشنونو یا پروګرامونو عملي کړې ده، چې په ''ګوګل پلې'' او ''اپل اپ سټور'' موجود دي.

''ګرانه ده ومنل شي د کندوز پر روغتون بريد تېروتنه وه''

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي د دې منل چې ګواکې تېره مياشت د امريکا جنګي الوتکو په کندوز کې د دغه سازمان روغتون په تېروتنه په نښه کړی، ګران دي.


په افغانستان کې د دغه سازمان يو مشر د خپلو ابتدايي موندنو په اړه وويل: ''کله چې د روغتون له دننه ګورو دا بريد قصدي او د خلکو د وژلو په نيت شوی دی، خو نه پوهېږو ولې؟''

''ښايي د روسۍ الوتکې غورځېدو لامل بمي چاودنې وي''

امريکايي او بريتانوي چارواکي وايي استخباراتي معلومات ښيي، ښايي هغه روسۍ مسافر لېږدوونکې الوتکه چې په مصر کې ولوېده، د غورځېدو لامل يې بمي چاودنه وي.


خو دوی وايي تر اوسه په دې اړه کومې رسمي پايلې ته نه دي رسېدلي.
په دغه الوتکه کې ۲۲۴ کسان ووژل شول.


پر همدې مهال بريتانيا د سينا ټاپووزمې له لارې د خپلو الوتکو پروازونه ځنډولې دي.

افغاني الاصله مريم منصف کاناډا کې وزیره شوه

افغاني الاصله کاناډایۍ سياستواله مريم منصف چې تېره مياشت يې د کاناډا پارلمان ته لار پيدا کړه د د دولت د دموکراتيکو بنسټونو د وزيرې په توګه معرفي شوه.


مېرمن منصف د کاناډا د لومړي وزير جستين ترودو او د دغه هېواد د کابينې د نورو نويو غړو ترڅنګ يو ځای لوړه وکړه.

د «اسلامي دولت» ترهګره ډله د سورئئ څخه لرغونې اثار وباسي او په لويديځ کې ...

ډير هغه لرغونې اثار چې ترهګرو د تاريخي ښارونو څخه ترلاسه کړي او تر اوسه پورې په سوريه کې خوندې پاتې شوي دي په قاچاقي توګه برتانيا اونورو لويديځو هېوادونو ته ليږدول کيږي دامطلب د RT بريښنايي پاڼۍ ور کړی دي. ...

په پاکستان کي د فابريکې نړېدو ۱۸ کسان وژلي

د لاهور ښار په ۲۰ کيلومترۍ کي د خلطو جوړولو يوې فابريکې د چت نړېدو په پيښه کي نژدې ۱۰۰ کسان له خرابو را ايستل سوي دي. ژغورونکو ډلو ويلي دي چي د پيښي پرمهال ډېر کسان د فابريکې په لاندي برخه کي سره راټول سوي ول.
يو کس چي د نړيدلي چت تر خرابو لاندي ژوندی پاته سوی، له هغه ځايه د تليفون په مرسته له يوه ځايي تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ په اول پوړ کي کار کاوه چي د کارخانې چت را ونړېد. اوس زه د ماشينونو ږغونه اورم او اميد دی چي ژوندی به پاته سم.»

راتلونکې اوونۍ د روسيې او سوريې ازاد پوځ استازي سره غږېږي

د روسيې د ريانووستي خبري اژانس د راپور پر بنسټ ښايي د راتلونکې اوونۍ په وروستيو کې د روسيې يو پلاوی د بشار الاسد له مخالفينو سره خبرې وکړي.


دواړه غاړې به په سوريه کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو پر سر وغږېږي.
تر اوسه د سوريې ازاد پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.


ريانووستي د دغو خبرو يو همغږی کوونکی د سرچينې په توګه ياد کړی او د ده له قوله ويل شوي چې د سولې دا مذاکرات به په ابوظبۍ کې وشي.

په А321 مساپر وړونکې الوتکه کې ښايي بم ايښودل شوی وي

دامريکا متحده ايالاتو کشفي ارګانونه داسې نظرونه وړاندې کوي چې احتمال شته په سيناکې د «اسلامي دولت» سخت دريځې ډلې څانګې د روسيي دلويدلې الوتکې په بدنه کې بم ايښي وې. ...

پاکستان له انګلستان نه د ټیسټ کرېکټ لړۍ وګټله

پاکستان په متحد عرب اماراتو کې د دريو پنځه ورځنيو کرېکټ لوبو لړۍ، دريمه لوبه په ۱۲۷ منډو وګټله.


پاکستان د ټیسټ لوبو دا لړۍ ۲-۰ وګټله.
انګلستان ته د دريمې ټيسټ لوبې د ګټلو لپاره د ۲۸۴ منډو هدف ورکړای شوی و، خو ويې نه شو کړای دغه هدف پوره کړي.

امريکا دايران دهاکرانو دفعاليت زياتوالی ته پام شوی

د ايران داسلامي انقلاب (سپاه پاسدران) استازي په تيرو څو اونيو کې دامريکا د ولسمشر بارک اوباما دادارې د کارکوونکودټولنيزو شبکو پستي الکترونيکي صندوقونه اواکونټونه (حسابونه) هک او مات کړي دي. ...

ترکيه غواړي په نږدې راتلونکې کې د «اسلامي دولت» پر ضد عمليات پيل کړي

د ترکيي دبهرنيو چارو وزير فريدون سينيرلې اوغلو د انقرې دپلان په اړه وويل چې د «اسلامي دولت» پر ضد په نږدې راتلونکې کې پوځي عمليات پيلوي. ...

  • Pashto Radio Stations: