فلسفه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
فلسفه

تانبه   ک  خ  س 

فلسفه د زده کړې يو داسې ډگر دی چې بېلابېل نور ډگرونه لکه ښکلا پېژندنه، پوهنپوهنه, اخلاقيات، منطق او مېټافيزيک په ځان کې رانغاړي، په فلسفه کې خلک داسې پوښتنې کوي لکه آيا په کايناتو کې لوی قدرت شته، چې په دې کې د خدای د شته والي په هکله بحث راځي، بل دا چې د حقيقت بڼه يا طبيعت څه شی دی، آيا په رښتيا علم څوک ترلاسه کولای شي، عقل څه شی دی، هغه څه دي چې د اعمالو ښه او بد پر څرگندېږي. په فلسفه کې تر ټولو بنسټيز شی دليل او استدلال دی چې ددغو پوښتنو په هکله منطق ته وده وکوي. که څه هم چې د فلسفې د ميتودولوژۍ اصلي مقصد نه بدلېدونکی دی. دا چې کوم شي ته د فلسفې په سترگه بايد وکتلای شي پخپله يو فلسفي بحث دی، او دا په بېلابېلو فلسفي فرهڼونو او ټولنو کې خورا توپير لري.

د فلسفې وييکه د لرغونې يوناني ژبې د لغت "Φιλοσοφία" (فيلو-سوفيه)، نه اخيستل شوی چې مانا يې ده د "پوهې سره مينه" او يا د حکمت سره مينه او يا هم د "حکمت يا پوهې ملگری".

د فلسفې تاريخ

آرنۍ ليکنه: د فلسفې پېښلیک

په دودیزه توگه لویدیځه فلسفه په دری برخو وېشل شوې ده: لرغونې فلسفه، منڅني پېر فلسفه او نوې فلسفه. ختیځه فلسفه له تاریخي اړخه له لودیځې هغې خپلواکه وه. ځینې فیلسوفان په دې آند دي چې انساني تمدن یو نوي «له نوي ور اخوا» دور ته ورتېر شوی. نور وایي چې د نوی فلسفی او اوسمهالې فلسفې ترمنځ څرگندوالې شته. مگر ددې توپیر د محتوی په اړه یو سر اختلاف هم شته.

هندي فلسفه

لرغونې هندي فلسفه

د لرغونې هندي فلسفي نظريات په ټوله نړۍ كې منل شوي نظرياتو څخه شمېرل كېږي. د هندي فلسفې زياتره نظريات د هغه په ديني ډلو پورې تړلي دي. د هند پېژندونكو له څېړنو څخه دا خبره جوتېږي، چې په مخزېږيزو پېړيو ې د هندي اديانواو مذدهبونو له گروهو څخه هندي فلسفه منځته راغلې. او په همدې پېړيو كې د هند ديني گروهې له فلسفي افكارو سره گډې شوې دي. دا نظريات په پېړيو پېړيو له يوې خولې وبلې خولې ته ورلېږدېدلي دي، او له ډېرې مودې پس د هند په ديني كتآبونو كې خوندي شوې دي. د لرغوني هند فلسفه په پخوا وخت كې دويمه درجه درلوده. په لومړي سر كې د يونان راتله. چېنايانو لدې فلسفې څخه په متاثره كېدو دا هېواد د (حكمت هېواد) په نامه يادكړې. هندي فلسفه له يو اړخه هر څيز څښتن گڼي، او له بل اړخه هرڅيز په څښتن كې ويني، نو پدې ډول د هند فلسفه د نړۍ او طبيعت په پېژندلو كې له اېډياليزم او ماټريالېزم (ماده پرستۍ) څخه سرچينه اخلي. كې د زياتره هندوانو په وړاندې طبيعي نړۍ نه دا چې د ژوند، اروا او عقل د مسئلو په اوارولو د ستونزو راولاړوې كړي، بلكه په خپلو صوري مظاهرو سره دوكه وركوونكي او له رښتياوو سره په ټكر كې دي. هندي فلسفه دا ده چې غم له كومو وجوهو منځته راځي، د بې وسۍ او مجبورۍ سبب څه دى، ايا ځآن هم كوم مادي شې (څيز) دى يا نه، د ژوند بريدونه او بندويزونه تركوم حده پورې دي، مرگ ولې راځي، او لدې څخه څرنگه ځآن ژغولې شو، د ځيزونو (شيانو) اصل حقيقت څه دى؟ لنډه دا چې ټوله هندي فلسفه له همداسې پوښتنو گروېږنو څخه ډگه ده. هندي مفكرين پدې خبره قائل ول، چې ژغورنې (نجات) لپاره يواځې پوهه بسيا نه كوي، بلكه لدې سره سره د عمل شتون هم اړين دى. هندي فلسفه په حقيقت كې د هند د نيمې وچې د دينونو او مذهبي ډلو دويم نوم دى، چې له بتپالنې څخه پېل كېږي، او په يووالي ته رارسېږي. هو دا بېله خبره ده چې ځينې خلك څښتن مني او ځينې يې په هستۍ گروهه لري، څوك يې انكاري دى، نو څوك يې منونكې، لنډه دا چې هندي فلسفه يوه بېكاره فكر څخه نيولې تر لوړو افكارو پورې لرونكې فلسفه ده. د هندي فلسفي افكارو او گروهو وېش علامه محمد نادر ايوبي كندهارې د عمومي فلسفې په اړه خپل ليكلي اثر (فلسفه) كې د هند فلسفي افكار او گروهې د فلسفي وېش له مخې په دوه ډلو وېشلي چې په لاندې ډول يې بيانوي: د لرغوني هندوانو د فلسفي افكارو او عقيدو په ارته ورشو كې فلسفه په لومړي سر كې پر دوو لويو ډلو وېشل كېږي:

۱- ناستيكا او ۲- استيكا

  • ناستيكا: د هندوانو د (اوپنېشاد) په كتاب كې، چې د شاجهان باچا د زوى محمد دار الشكوه له لورې د سانسكرېتي ژبې څخه وپاړسي ژبې ته ژباړل شوې، د لغت ليك په برخه كې د (ناستيكا) لغت د كافر، بې دينه او ملحد چې له څښتن تعالى څخه انكار كوي، په مانا راغلې دى. ددې لارې نامتو ښوونځي د (بوديزم)، جېنيزم او چارواك څخه عبارت دي.

ناستيكا چې لغوي مانا يې (نشته) ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني گروهې، چې پر (وېداگانو) يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انكار كوي.

  • استيكا: ددې ويي لغويمانا (شته) ده، استيكا د ناستيكا پرخلافد برهمن دين ټولې گروهې، چې بنست يې په وېداگانو ولاړ دى، او شپړ فلسفي ډلې (دارشانا) دي، مني.

په هندي فلسفه كې يو سپېڅلې نوم چې (برهما ) نومېږي، د فكري بشپړتيا او لوړتيا كې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د (برهما) قوت زموږ د وجود په تل كې كرل شوې، او په هر گړۍ كې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر كړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې كړو:

  1. د پوهې له لارې
  2. د احساساتو له لارې
  3. د عمل او كړنې له لارې.

هندي مفكرين د وجود پټو (اسرارو) ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره او بې پايه ډكر كې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډگر چې لومړې پل (قدم) كېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنگړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وكولاى شي پدې توگه د تيارو لدې گرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي. هندي فلسفه د اروا او مادى ترمنځ د يو ډېر لوى توپير خبره كوي، او همدا توپير د هندي فلسفې له مهمو ځانگړتياوو څخه دي، چې په خپل فلفيي فكر كې د اروا لپاره په يوه ځانگړي ځاى قائله ده. هغه ستر توپير چې د اروا او مادې ترمنځ دى، په سانكي فلسفه كې، چې وروسته به بيان شي، په ښه ډول تشرېح شوې. په هندي فلسفه كې انسان يواځينې روحاني وجود دى، چې د خپلې اروا په روزلو سره كولې شي، لدې نړۍ څخه وراخوا (ماوراى طبيعت) ليدنه وكړي، هغه څوك چې د نړۍ وراخوا څخه ليدنه وكړي، لپاره تېره زمانه، حال او راتلونكې نشته، هغه دې نړۍ ته د تلپاتې شي په سترگه گوري، د هغه لپاره رون او سبا هم شتون نلري. د يوه هندو مومن لپاره دا اړينه ده ترڅو د هندويزم د قانون يو بنسټيز شرط ومن، او هغه په وېداگانو چې هغه د خپل ايمان پېل او پاى وگڼي، گروهه ده. پدې ډول د وېدا څلور كتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې (براهمني) او بل يې (اوپنېشادونه) دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توكي دي. د عام هندو (ارتودوكس) فلسفه د ۱۰۰۰ كلونو (له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز) كلونو پورې وخت كې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ كاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شكل ترلاسه كړي، كه څۀ هم د هند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مگر خپله هندي مفكرينو دا ډلې په شپږو ښوونځيو كې راټولې كړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم كې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښكاري.

فلسفي ښونځي

دا هم وگوئ

د فيلسوفيانو لړليکونه

کينډۍ:Link FA

کينډۍ:Link FA کينډۍ:Link FA