ټاکلې ليکنه
چڼاس (په لاتين: Fungi) چې د قارچونو،پنجیانو په نومونو سره هم یادیږي تر دې مهاله تر سل زره زیاتې نوعې Species پیژندل شوي دي چې تقریباً د نړۍ په ټولو برخو کښې ژوند کوي. زیات شمیریې په وچ چاپیریال کښې يواځې ځولومړني (ابتدايي) ډولونه یې په اوبو کښې ژوند کوي. هغه پوهه چی فنگوسونه تر ځیړنی لاندی نیسی د مایکولوژی په نامه سره یادیږی. چڼاس پگمنټ او کلوروفیل نلري. ډیرۍ یې د سپروپیت Saprophyte په شکل د عضوي موادو اویا په د مړو جسدونو د پاسه ژوند کوي، یوشمیریې د پرازیت په شکل د تیارشویو غذايي موادو چې ژوندي موجودات یې د ځان لپاره چمتوکوي، ژوند کوي. د 500 په شاه وخواکښې د چڼاس نوعې د انسانانو ناروغۍ منځ ته راوړي،په همدومره شمیره په حیواناتو کښې بیلا بیلې ناروغۍ منځ ته راوړي چې زیاتره یې د پوټکي ناروغۍ دي. له اتو زرو 8000 څخه زیاتې د چڼاسو نوعې په نباتاتو کښې بیلابیلې ناروغۍ منځ ته راوړي. هر پرازیتي فنگس کولای شي ځو ډوله نباتات تر خپلې حملې لاندې ونیسي. ددې چڼاسو له ډلې څخه ځینې اجباری پرازیتونه Obligate Parasites او ځینې یې اختیاري پرازیتونه Facultative parasite دي. هغه فگسونه چې د عضوي موادو په تجزیه کښې رول لري د حیاتي اهمیت لرونکي گڼل کیږي. بشپړه ليکنه
|
آيا پدې پوهېدئ
- ✦ انسان په بدن کې 7 لېټره وينه وي۔ وينه د څلورو څيزونو څخه جوړه ده چې ورته سپين کورویات، سره کورویات، پلېټليټ او پلازما ويل کېږي.
- ✦ په نړۍ کې داسې بوتي هم شته چې خوځندکي خوري، داسې بوټو ته کارنيور بوټي ويل کيږي۔
- ✦ په تاجکستان کې د خلکو ږيرې په زور سره خرييل کيږي.
- ✦ د انسان سترګه د ۱۳۵ مېلیونو د لید سلولونه لري.
- ✦ د مڼې، پیاز او الو خوند یو ډول دی، مګر د مختلف ډوله وږم لرلو سره د دوي خوند مختلف ښکاري.
- ✦ د انسان سکېلېټ له ۱۳ تر ۱۵ کیلو ګرامو وزن لري.
- ✦ د هرې غڼې د جال تارونه ځانته ځانګړنه لري، او د بلې غڼې له تارونو سره ورته والی نه لري.
- ✦ د نړۍ مروجې پېسې له کاغذ څخه نه بلکه له کتان څخه جوړې شوې دي.
|
|
|
په خبرونو کې
|
- 30 جولای : طالبانو د ملا محمد عمر د مړينې تاييد کړی۔
- 9 جولای : د سعودي پاچايي کورنۍ غړی سعود الفیصل وفات شوی، سعود الفيصل 40 کالو څخه د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير پاتي شوی وو۔
- په پاکستان کې د سختې گرمۍ له امله 1500 څخه زيات خلک مړه شوي دي
- د طالبانو لخوا د افغانستان په پارلمان حمله شوي ده.دا بريد په 22 جون 2015رامخې ته شو.
- قرضاوي په مرګ محکوم شو. د نړۍ د علماؤ ټولنې مشر، مصري عالم او مُفتي یوسف القرضاوي د مصري محکمې لخوا په مرګ محکوم شو.
- مصري محکمې د مصر پخواني ولسمشر محمد مُرسي ته د مرگ سزا واؤروله.
- په فلپین کې د بوټونو په یوې فابریکې کې د اور لگېدنې له کبله لږ تر لږه 72 کسان وژل شوي او گڼ نور ټپیان دي.
- د ناسا کېپلر ټېلېسکوپ ځمکې ته ورته سیاره موندلې ده. کېپلر ۴۵۲بي د "دویمې ځمکې" له ستورو سره نژدې شاوخوا څرخي. د دې ماموریت ساینسپوهان وايي باوري دي چې دا سیاره ځمکې سره ډېر ورته والی لري. داسې نړیو کې د ستورمزلو علاقه ځکه ډېره ده چې وايي ښايي کوچنۍ، یو څه سړه او اوبه لروونکې وي چې د ژوند کولو وړتیا ولري.
|
ټاکلی لړليک
کينډۍ:ټاکلی لړليک |
|