show playlisthide playlist
hide playlist
RSS
BBC News
25 Dec 2014
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د اورپکو تر هغه خونړي برید وروسته، چې لږترلږه ۱۵۲ کسان پکې ووژل شول، پاکستان هوډ کړی، چې د ترهګریزو قضیو او د ترهګرو د محاکمه کولو لپاره پوځي محکمې جوړې کړي.
د تېرې اونۍ په دغه خونړي برید کې لږترلږه ۱۳۳ زده کوونکي ووژل شول.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، دا پرېکړه یې ددې لپاره کړې ده، چې "ترهګر پوی شي د خپلو ناوړه اعمالو سزا به ارومرو ګوري."
...
BBC News
25 Dec 2014
د عراق پلازمېنې بغداد سوېل کې ځانمرګي برید د حکومت پلوې "ویښتابه" ډلې پر جنګیالیو ځانمرګی برید کړی، چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې وژل شوي دي.
دغه ډله په عراق کې د "اسلامي دولت" سخت دریځې ډلې سرسخته مخالفان دي.
برید کوونکي المدائن ښار د پوځي اډې د ننه د "ویښتابه" ملېشو منځ ته ځان رسولی، چې د تنخاوو د اخیستو پرمهال یې د هغوی په یوه جوړ شوي کتار کې ځان چوولی دی.
...
BBC News
25 Dec 2014
د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د وژنې د دسیسې په اړه جوړ شوی "مرکه" لانجمن فلم د امریکا په ځینو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو، چې وړاندې د هکرانو ګواښونو نندارې ته د دغه فلم د وړاندې کېدو مخه نیولې وه.
مخکې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سوني فلمونو جوړولو شرکت له خوا د کریسمیس پر ورځ په یو محدود شمېر سینماګانو کې دغه کومیډي د وړاندې کېدو د پرېکړې هرکلی کړی و.
...
BBC News
25 Dec 2014
وطن مې ډېر نه یادېږي. موږ واړه وو چې افغانستان مو پرېښود او اروپا ته راغلو. د وطن په باب مو تل په کور او دباندې یوه خبره اورېده چې موږ غریب خلک یو.
د بې وزلۍ ورکېدا د هر چا هیله ده. ځینې یې یو ډول او نور یې بیا په بله بڼه د بدلولو فکر کوي.
زموږ په کور کې د خپل وطني کلتور ژوندي ساتل د یو ډول بې وزلۍ مخنیوی و.
...
BBC News
25 Dec 2014
استرالیا او هند تر منځ له دریمې ټیسټ لوبې مخکې د استرالیا تېز بالر جوش هېزلوډ ویلي هند په لومړیو دوو ټیسټ لوبو کې د استرلیا لوبډله و نه ګواښله ځکه نو په دریمه لوبه کې دوی پر هندي لوبغاړو له رواني پلوه برلاسي دي.
دریمه ټیسټ لوبه به سبا جمعه د دسمبر پر ۲۶ نېټه د استرالیا په ملبورن لوبغالي کې پیلېږي.
...
BBC News
25 Dec 2014
د خواله په رسنیو کې یوه تازه خپره شوې وېډیو ښيي، چې د سوري دولت په ملاتړ یو افغان په دغه هېواد کې جنګېده، چې د بشارالاسد د مخالفانو له لوري نیول شوی دی.
دغه افغان وګړی، چې په فارسي خبرې کوي، ادعا کوي چې ایراني پوځيانو د میاشتې ۶۰۰ ډالرو په مقابل کې د سوریې جګړې ته استولی دی.
د افغانستان دولت د سوریې په جګړه کې ډ افغان وګړو د حضور لرلو رپوټونه نه تاییدوي، خو وايي لاهم داسې ثبوتونه نه شته، چې وښيي ایران افغان وګړي د سورې جګړې ته استوي.
...
BBC News
24 Dec 2014
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د تېرو درو میاشتو پرمهال په دغه هېواد کې د "اسلامي دولت" تر "زرو ډېر جنګیالي" وژلي، چې دېری یې بهرنیان دي.
دغه بنسټ په سوریه کې د روانې جګړې په اړه څارنیز رپوټونه چمتو کوي، چې وايي له "اسلامي دولت" سره زیاتره یوځای شوي بهرنیان جنګیالي دي.
...
BBC News
24 Dec 2014
د افغانستان ولسي جرګې په داسې حال کې د ۱۳۹۴ کال بودیجه رد کړه، چې مالي کال له وړاندې پیل شوی دی. ولسي جرګې او ځینو مدني ټولنو د راتلونکي کال لپاره ځانګړې شوې بودیجه له نیمګړتیاوو ډکه او ناانډوله وبلله.
وړاندې د مالي وزارت ویلي وو، دوی ملي شورا ته بودیجه د تصویب لپاره ډېره وختي استولې وه، خو هغوی ونه توانېدل، چې بحث پرې وکړي او تصویب یې کړي.
...
BBC News
24 Dec 2014
په ایران کې محکمې یوه "فیسبوکي فعال" مسعود سید طالبي ته له دې کبله ۲۰ کاله بند ټاکلی، چې ګني د ایراني نظام ضد څرګندونې یې پر فیسبوک ځپرې کړې دي.
د ایران امنیتي کسانو تېر کال طالبي له یو شمېر مدني فعالانو سره یوځای "مدقساتو ته د سپکاوي" په تور ونیو، او ۱۵ کاله بند یې ورته وټاکه، خو استیناف محکمې په یوه بېړنۍ غونډه کې د هغه د بند سزا پنځه کاله نوره هم اوږده کړه.
...
BBC News
24 Dec 2014
سوري فعالانو ویلي، د "اسلامي دولت" جنګیالیو په شمالي رقه ښار کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف یوه جنګي چورلکه راغورځولې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، باور کېږي چې دغه چورلکه د کوم عربي هېواد وي، خو لاهم د الوتکې د پیلوټ په اړه معلومات نه شته.
خو د "اسلامي دولت" ملاتړو ځینې داسې انځورونه خپاره کړي، چې یو اردنی پیلوټ پکې د وسله والو له خوا کلابند شوی ښکاري.
...
BBC News
24 Dec 2014
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سوني فلمونو جوړولو شرکت له خوا د کریسمیس پر ورځ په یو محدود شمېر سینماګانو کې د شمالي کوریا د ولسمشر په اړه د کومیډي فلم (مرکه) د خپرولو د پرېکړې هرکلی کړی دی.
تر دې مخکې نوموړي له یوه انټرنټي برید او سینماګانو ته له ګواښونو وروسته د سوني شرکت پر دې پرېکړه نیوکه کړې وه چې ویلي یې وو فلم به نه خپروي.
...
BBC News
24 Dec 2014
د موریتانیا " تمبکتو" په نامه فلم په عربي نړۍ کې ډېرو مینه والو کتلی دی، چې په ځینو نړیوالو فلمي نندارو کې هم تماشا ته وړاندې شوی. د تولیدوونکي عبدالرحمن سیساکو دغه فلم د اوسکار د بهرنیو فلمونو د ۸۷ فسټیوال جایزې ته هم وړاندې شوی دی.
د "تمبکتو" په نامه فلم، چې وړاندې د "کان"، "ابوظبۍ"، "قاهرې" او "قرطاج" مهمو نړیوالو نندارو کې نندارې ته وړاندې شوی.
...
BBC News
24 Dec 2014
لس کاله وړاندې کله چې څونامي توپام د باندا اچې سیمه لاندې کړه د باسیاریه کورنۍ د یوه بام پر سر ایساره شوه. اوبه د دوی تر ستونې ورسیدې او همداسې په ډیریدو وې.
خو کله چې د لرګیو یوه وړه کښتۍ ددغه بام سر ته ورسیدله دوی ځانونه ور ورسول او وژغورل شول.
دغې کښتۍ د توپان په ورځ ۵۹ تنه له مرګ وژغورل . دا کښتۍ اوس ډیره مشهوره شوې او هر کال یو زیات شمیر سیلانیان د هغې لیدلو ته ورځي.
...
BBC News
24 Dec 2014
د استرالیا د کرېکټ ټیم لوبډلمشر مایکل کلارک ویلي هغه ښايي د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام تر سیالیو له ټپي حالته روغ او لوبې ته چمتو شي.
۳۳ کلن کلارک تېره اوونۍ د لوبې پر مهال ټپي شوی و او وېره یې څرګنده کړې وه چې ښايي لوبیز ژوند یې پای ته ورسېږي.
یوې ورځپاڼې ته په لیکنه کې نوموړي ویلي: "اوسمهال ماته تر ټولو مهمه خبره نړیوال جام سیالیو کې لوبېدل دي".
...
BBC News
24 Dec 2014
د افغانستان او پاکستان پوځي مشرانو د دوه اونیو په منځ کې دوه ځله سره لیدنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د لا ډېرو همغږیو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یې یوه هوکړه هم لاسلیک کړه.
له ترهګرۍ سره د مبارزې لړۍ وروسته له هغې په پاکستان کې زور واخیست چې په دغه خاوره کې پر یوه پوځي ښونځي برید وشو.
د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې د دغه هیواد له ستر درستیز شیر محمد کریمي وغوښتل چې دغه هېواد ته سفر وکړي.
...
BBC News
23 Dec 2014
له شمالي کوریا نه رپوټونه وايي، په دې هېواد کې انټرنېټ ته لاسرسی په بشپړه توګه قطع شوی دی.
انټرنېټ ته لاسرسی څو ورځې وروسته تر هغه غوڅ شوی، چې امریکا پر پیونګ یانګ تور پورې کړ، چې پر امریکايي سوني پیکچرز شرکت یې انټرنېټي بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه برید پروړاندې د "مناسب" غبرګون ښودلو ژمنه کړې وه، خو امریکايي چارواکو په شمالي کوریا کې د انټرنېټي خدمتونو د قطع کېدو په چاره کې د امریکا د احتمالي دخالت په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
...
BBC News
23 Dec 2014
پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسین تر ۵۰ ډېرو هغو کسانو لخوا د رحم غوښتنه رد کړې، چې د ترهګریزو پېښو په تړاو په مرګ محکوم شوي دي. پاکستاني حکومت همداراز د اعدام د حکم د صادرېدو او پلي کېدو تر منځ وخت هم دریو ورځو ته را کم کړی دی.
دوی وايي، چې ۵۰ تنه په اعدام باندې محکوم شوي کسان اوس له دغې سزا سره مخامخ دي، چې حکومت پرې د محکمې دا حکم سر له اوسه پلی کولای شي.
...
BBC News
23 Dec 2014
د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له دویمې نیټې څخه وروسته به د ملا عمر په شمول د طالبانو د تحریک غړي د امریکا د جنګ هدف نه وي او امریکایي ځواکونه به نور له ملاعمر او طالبانو سره په افغانستان کې جنګ نه کوي مګر دا چې هغوی امریکا ته مستقیم ګواښ وګرځي.
‪ د دې خبر له لوستلو سره مې فوراً د پخواني ولسمشر، حامد کرزي وروستی رسمي سفر امریکا ته په یاد شو او کوم مذاکرات او حقایق چې هلته د طالبانو په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په هکله څرګند شول.
...
BBC News
23 Dec 2014
تیلېفوني خبرې
"زویه ته په کورکې يې ؟ " "هو "
"هغوی عملیات کړي دي. همدا اوس کورونه لټول کېږي... ټول شیان له کوره وباسه. "
"پیسې دې په سیف کې دي. "
" زه همدا خبره کوم. "
دا هغه ثبت شوې خبرې وې چې د معاصرې ترکيې تګلوری يې بدل کړ.
کوم کسان چې دا تیلېفونې خبرې يې تېر کال خپرې کړې وايي چې دا خبرې د هغه وخت د لومړي وزیر وې چې اوس جمهور رییس دی، رجب طیب ایردووان خپل زوی ته وايي چې نغدې پیسې پټې کړي، ځکه چې پولیسو د نورو وزیرانو د کورونو په لټولو پیل کړی و.
...
BBC News
23 Dec 2014
د ایران د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د استوګنې په کورونو کې د بهرنیو مېرمنو، په تېره بیا د فلیپیني ښځینه خدمتګارانو کار کول ناقانونه عمل بللی دی.
ددغه وزارت د بهرنیو وګړو په کار ګومارلو مدیر علي اقبالي ویلي، په ایران کې فلیپیني یا د نورو هېوادنو مېرمنو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې او وايي: "که په کورونو کې د خدمې په عنوان پر کار وګومارلې شي، له سرغړونوکو سره به قانوني چلند وشي".
...
BBC News
23 Dec 2014
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، د راتلونکي ۲۰۱۵ کال له جنورۍ میاشتې به یوازې هغه طالبان په نښه کېږي، چې د "امریکا د امنیت لپاره نېغ ګواښ" ګڼل کېږي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند امیرالبحر جان کربي په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته وویل "دا چې د طالبانو د ډلې غړی وي، د دې باعث نه شي کېدای، چې امریکا یې دې پرضد ګام پورته کړي."
...
BBC News
23 Dec 2014
ډیورند کرښې ته څېرمه قبایلي سیمه مومند ایجنسي کې چارواکي وايي، ۶ مړي موندل شوي چې د پیژندلو هڅې یې روانې دي.
مومند ایجنسۍ کې دولتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، دغه مړي د دوشنبې په سهار موندل شوي چې د ایجنسۍ یوه روغتون ته یې لېږدولي دي.
چارواکي دا هم وايي، چې د دغو کسانو د وژلو لامل نه دی څرګند خو څېړنې روانې دي.
...
BBC News
23 Dec 2014
ډاکټران وايي له خوب وړاندې په الکترونیکي شیانو لکه موبایل او کمپیوټر کې مطالعه کېدای شي د انسان روغتیا او خوب ته زیان ورسوي.
په هاروارډ کې یوې ډلې ډاکټرانو څیړنه کړې او په الکترونیکي شیانو کې چې ډیره رڼا لري او د کاغذ پرمخ لیکل شوي کتاب ترمنځ مطالعه یې پرتله کړې ده.
پایله داسې ده چې په الکترونیکي شیانو کې مطالعه خوب ځنډنی کوي، چې له امله انسان د نا آرامۍ احساس کوي او له خوبه چې پاڅېږي نو د ډېرې ستړیا احساسوي.
...
BBC News
23 Dec 2014
ډاکترانو په ډاګه کړې ده که چېرې تاسو د خوب په وخت کې تر بړستنې لاندې برېښنايي لوستونکي کاروی دا ستاسو پر روغتيا او خوب بد اغېز کوي.
د هارورډ روغتيايي برخې، د برېښنايي او کاغذ له مخې لوستل څېړلي دي. د دوی څېړنو دا ښودلې ده هغه کسان چې برېښنايي لوستونکي الې کاروي نشي کولای په اسانۍ سره ويده شي او سبا سهار د ستړيا احساس کوي.
...
BBC News
23 Dec 2014
یوه جرمن ليکوال ته چې د اسلامي دولت تر ولکې لاندې سيمو ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې، بي بي سي ته په خبرو کې ويلي چې دغه ډله له هغه څه چې دی يې اټکل کاوه لا نوره ځواکمنه، وحشي او سخت دريځی ده، چې له منځ وړل به يې نور هم ګران وي.
يورګين ټوډينهوفر له اسلامي دولت سره د عراق په موصل کې شپږ ورځې تېرې کړې چې د سوريې له رقې يې سفر ورکړی و. ده ویل چې د اسلامي دولت جنګيالي د ددې ډلې وحشت کلک پلويان دي او د اسلامي دولت جنګيالي په نښه کول خورا ګران کار دی.
...
BBC News
23 Dec 2014
افغان پوځ ډيورنډ کرښې ته نژدې عملياتو کې له ۱۵۰ زيات افغان، پاکستاني طالبان او د لښکر طيبه غړي وژلي دي.
د فرانسې خبري رسنۍ اې ايف پي د افغان پوليسو په اړه ويلي دوی په تېرو ۱۲ ورځو کې کرښې ته نژدې په پوځي عملياتو کې د ۱۵۱ طالبانو وژلو خبر ورکړی دی.
د کونړ د امنيې قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خيلي ويلي چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې دانګام ولسوالۍ کې په تېرو ۱۲ ورځو کې له ۱۵۰ زيات ترهګر وژل شوي، د لښکر طيبه، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو په ګډون له ۱۰۰ نور زيات ټپيان شوي دي.
...
BBC News
22 Dec 2014
د بیزوګۍ وکیلانو ویلي، د "ساندرا" په نامه موکله یې باید د بیونس آیرس له ژوبن څخه خوشې شي، چې په دې سره به که څه هم هغه انسان نه ده، خو له ورکړل شویو قانوني حقونو به برخمنه شي.
دوی وايي، موکله یې په ناقانونه توګه په بند کې ساتل شوې ده.
که چېرې د محکمې پر دغه حکم بیا غور ونه شي، ساندرا به برازیل کې یوه داسې خوندي ځای ته ولېږدول شي، چې تر ډېره پکې په ازاد ډول تګ راتګ وکړای شي.
...
BBC News
22 Dec 2014
د انځورونو د تبادلې اړوند "انسټاګرام" پروګرام چلوونکو هغه میلیونونه ګڼونوه (اکونټونه) له منځه وړي، چې د جعلکارۍ ګومان یې ورباندې کاوه.
د انسټاګرام په دې کار سره ددغه پروګرام د ګڼو ریښتینو کاروونکو غوسه هم راپارېدلې ده.
انسټاګرام له "فیسبوک" شرکت سره په ګډه هوډ کړی، چې د جعلي حسابونو ختمولو ته به اوږه په اوږه کار کوي.
...
BBC News
22 Dec 2014
د فرانسې په 'دیژان' ښار کې یوه موټر چلوونکي د 'الله اکبر' په نارې سره د سړک ترڅنګ پلي ۱۱ روان کسان په موټر وهلي، چې د دوو ټپي شویو روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی دی.
د رپوټونو پربنسټ، موټر چلوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
ویل کېږي دغه تورن کس 'رواني ناروغي لري او یو څه وخت په رواني روغتون کې بستري هم و'. د تېرې شنبې په ورځ هم د فرانسې پولیسو هغه کس په ډزو وواژه چې د ''الله اکبر'' په نارې ویلو یې پر دوی د چړې ګوزار وکړ.
...
BBC News
22 Dec 2014
په اسپانیا کې یوه قاضي په مالیو کې د فساد په تور د پاچا د لور شهزادګۍ کریسټینا د محاکمه کولو امر کړی دی.
د فساد دغه تورونه د هغې د مېړه د یوې سوداګریزې معاملې له کبله دي.
دا لومړی ځل دی، چې د واکمنې کورنۍ یوه غړې د فساد له کبله زنداني او محاکمه کېږي.
...












The World News (WN) Network, has created this privacy statement in order to demonstrate our firm commitment to user privacy. The following discloses our information gathering and dissemination practices for wn.com, as well as e-mail newsletters.

1. Personal Information Collection and Use

We do not collect personally identifiable information about you, except when you provide it to us. For example, if you submit an inquiry to us or sign up for our newsletter, you may be asked to provide certain information such as your contact details (name, e-mail address, mailing address, etc.).

When you submit your personally identifiable information through wn.com, you are giving your consent to the collection, use and disclosure of your personal information as set forth in this Privacy Policy. If you would prefer that we not collect any personally identifiable information from you, please do not provide us with any such information. We will not sell or rent your personally identifiable information to third parties without your consent, except as otherwise disclosed in this Privacy Policy.

Except as otherwise disclosed in this Privacy Policy, we will use the information you provide us only for the purpose of responding to your inquiry or in connection with the service for which you provided such information. We may forward your contact information and inquiry to our affiliates and other divisions of our company that we feel can best address your inquiry or provide you with the requested service. We may also use the information you provide in aggregate form for internal business purposes, such as generating statistics and developing marketing plans. We may share or transfer such non-personally identifiable information with or to our affiliates, licensees, agents and partners.

We may retain other companies and individuals to perform functions on our behalf. Such third parties may be provided with access to personally identifiable information needed to perform their functions, but may not use such information for any other purpose.

In addition, we may disclose any information, including personally identifiable information, we deem necessary, in our sole discretion, to comply with any applicable law, regulation, legal proceeding or governmental request.

2. E-mail addresses

We do not want you to receive unwanted e-mail from us. We try to make it easy to opt-out of any service you have asked to receive. If you sign-up to our e-mail newsletters we do not sell, exchange or give your e-mail address to a third party.

E-mail addresses are collected via the wn.com web site. Users have to physically opt-in to receive the wn.com newsletter and a verification e-mail is sent. wn.com is clearly and conspicuously named at the point of

collection.

If you no longer wish to receive our newsletter and promotional communications, you may opt-out of receiving them by following the instructions included in each newsletter or communication or by e-mailing us at michaelw(at)wn.com

The security of your personal information is important to us. We follow generally accepted industry standards to protect the personal information submitted to us, both during registration and once we receive it. No method of transmission over the Internet, or method of electronic storage, is 100 percent secure, however. Therefore, though we strive to use commercially acceptable means to protect your personal information, we cannot guarantee its absolute security.

If we decide to change our e-mail practices, we will post those changes to this privacy statement, the homepage, and other places we think appropriate so that you are aware of what information we collect, how we use it, and under what circumstances, if any, we disclose it.

If we make material changes to our e-mail practices, we will notify you here, by e-mail, and by means of a notice on our home page.

3. Third Party Advertisers

The advertising banners and other forms of advertising appearing on this Web site are sometimes delivered to you, on our behalf, by a third party. In the course of serving advertisements to this site, the third party may place or recognize a unique cookie on your browser. For more information on cookies, you can visit www.cookiecentral.com.

4. Business Transfers

As we continue to develop our business, we might sell certain aspects of our entities or assets. In such transactions, user information, including personally identifiable information, generally is one of the transferred business assets, and by submitting your personal information on Wn.com you agree that your data may be transferred to such parties in these circumstances.