په پیل کی څوک دې ته نه متوجه کیدل چې دا ساختمان او هغه آثار چې د دي ودانۍ دننه دي، په تیرو لسیزو کی د کوم سرنوشت سره مخامخ شوي دي. خو که په موزیم کی دننه د مجسمو حالت ته وکتل شي نو معلومیږي چې هر هغه څه چې د دې چار دیوارې دننه دي هغه هم د جگړو او زور زیاتې څخه په امن کی نه دي پاتې شوې.
خو وروسته له دې چې د موزیم د مسؤلینو څخه مو وپوښتل معلومه شوه چی دغه ودانۍ د هغه ساختمان بیا رغول شوې بڼه ده چې حتی څو ځله سوځيدلۍ او هر څه چی په کی وو، لوټ شوي او تالان شوي دي.
...