Pashto News Sources:
 
پاکستان د ISI د مشر استعفا رد کړه
2011-05-14
BBC News

متين سمسور
لندن

جنرال شجاع پاشا وويل چې خپله استعفا يې وړاندې کړه چې وايي د پوځ د مشر له لوري رد شوه.
...
امريکايانو د بن لادن له مېرمنو نه اختنې پوښتنې کړي دي
2011-05-14
BBC News

امریکا وايي چې د اسامه له کونډو یې د پوښتنو پرمهال کوم مهم معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د امريکا متحده ايالتونه وايي پاکستان کې يې د اسامه بن لادن له درو مېرمنو سره خبرې کړي دي.
دغه مېرمن، د پاکستان په ایبټ اباد کې د امريکايي کوماندو له بريده چې بن لادن په کې ووژل شو، ژوندۍ پاتې شوې دي.
...
امریکا ته د ویزو د لاترۍ په پرواګرام کې کمپیوټري غلطي شویده
2011-05-14
Voa News

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغې کمپیوټري غلطیو له وجې بښنه غوښتلې ده چې امریکا ته د مهاجرت د لاترۍ په پروګرام کې په زرګونه ګډوون کونکي پکې د ویزې ګټونکي اعلان شویدي.
د 2012 د ویزو د لاترۍ په پروګرام کې تقریباً 15 میلونو خلکو درخواستونه ورکړي ؤ خو د همدغې غلطۍ له وجې به اوس دغه پروګرام د سره په لاره اچول کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دا شان شرمونکي کمپیوټري غلطۍ له وجې ډیره کم وخت بښنه غواړي چې د همدې غلطۍ له وچې به د 2012 میلادي کال لپاره امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ پروګرام د سره په لار اچول کیږي.
...
دهند صدر اعظم دافغانستان د سولی د پلان ملاتړ کوي
2011-05-13
Voa News

دهند صدر اعظم دافغانستان د سولی د پلان ملاتړ کوي؛ هغه دافغانستان اولسی جرگی ته ووېل چې دی د کابل له خوانه د سولی دپلان چې له طالبانو سره پخلاینه وشی ملاتړکوي. من موهنسنگ د افغانستان د اولسی جرگې غړېو ته د جمعې په ورځ ووېل چې هند غواړي افغانستان دخپلې ملی پخلاېنې په بهېر کې برېالی شی.
من موهنسنگ زېاته کړله چې پکارده افغانستان دخپل هېواد د اېنده لپاره له بهرنېو لاسوهنو نه پرته فېصله وکړي.
...
واشنګټن اکسپریس: اوسامه یو خلاق ایمیل لیکونکی و
2011-05-13
Voa News

د آمریکا د واشنګټن اکسپریس ورځپاڼه د مې د میاشتې د ۱۳ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د انټرنیټ سیستم د نه درلودو برسیره هم د القاعدې د سازمان وژل شوی مشر اسامه بن لادن یو خلاق ایمل لیکونکی و او د آمریکا د حکومت نه یو ګام مخکي و.
ورځپاڼه لیکي چې د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته د آمریکايي تروریزم ضد مامورینو له خوا د نویو برملا شویو جزیاتو له مخې اساما بن لادن د انټرنیټ له لارې د خپلو پلویانو سره په ټولې نړۍ کې تماس درلود.
...
ټاکني | 13.05.2011
2011-05-13
Deutsche Welle


 وروسته  له هغي چي د امريکايي پوځيانو لخوا اسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل شو پر دغه هيواد باندي  کورني فشارونه ورځ په ورځ زياتيږي. د دغو فشارونو په پام کي نيولو سره  پاکستان وايي د امريکا متحده ايالاتو سره د تروريزم پر ضد ګډي جګړي کي خپلي همکاري ته له سره کتنه کوي.
 
دا لا تر اوسه  روښانه شوي نه ده چي آيا دا اسلام آباد يواځي يو ډول خبرداري دي او که  دا مسأله د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د مجلس د بهرنيو چارو د کميټي مشر John Kerry   سفر پوري تړلي ده. په پام کي ده چي Kerry به د دواړو هيوداونو تر منځ د خړ پړ ښوو اړيکو د روښانه کولو په موخه په را تلونکو ورځو کي اسلام آباد ته سفر وکړي.
...
افغانستان | 13.05.2011
2011-05-13
Deutsche Welle


د هند لومړي وزير، منموهن سنګ، په داسي حال کې د افغانستان پارلمان ته نن د جمعې په ورځ وينا وکړه چې په پلازمينه  کې له تيرو دوو ورځو راهيسې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
 
دا د افغانستان نوي پارلمان ته د لومړي لوړ پوړي بهرني او هغه هم د صدراعظم په کچه د يوه خارجي چارواکې وينا ده.
 
منموهن سنګ د افغانستان ملي شورا ته تر وينا دمخه تيره ورځ په کابل کې له ولسمشر  کرزي، د کابينې له يو شمير غړو او وروسته د خپل هيواد له ديپلوماتانو، يو شمير انجينيرانو او روغتيا پالو سره وکتل.
...
څپې هغه دي خو هلمند بل دى
2011-05-13
BBC News

داود جنبش
لندن

" بست" يو مهال د لښکرگاه يوازينى رسمي او عصري " محل " و چې د ټولواک د پالنې وياړ يې درلود .
...
هند: له افغانستان سره هر ډول مرستې ته چتو يو
2011-05-13
BBC News

حامد حليمي
له کابله

هند چمتو دی چې له افغانستان سره د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په برخه کې مرسته وکړي.
...
”اسامه پر لوېديځ د نورو بريدونو تکل لاره”
2011-05-13
BBC News

ابراهيم اميري
ژباړه

د اسامه په لاس لیکل شوي اسناد ښي چې نوموړی په دې لټه کې و چې پر امریکا د بریدونو لپاره نوې لارې پیدا کړي.
...
کونړ کې د طالبانو توغندي ۱۳ ملکيان ټپيان کړي
2011-05-13
BBC News

د توغندي د پرېوتو له امله اووه ماشومان ټپيان شوي دي.
د افغانستان له ختيځ کونړ ولايت نه راپورونه وايي چې د واده پر مراسمو د يوه توغندي د پرېوتو له کبله ۱۳ کسه ټپيان شوي دي.
...
آلمان او نړۍ | 13.05.2011
2011-05-13
Deutsche Welle


د جان ديميانيوک مدافع وکيل د آلمان د مونشن په محکمه کي  د دغه اوکراييني الاصله تورن شخص د براءت غوښتنه کړي. 91 کلن د يميانيوک  په دي  تورن دي چي په 1942 کال کي د سوبي بورد په کمپ کي چي د پولنډ په ختيځ کي په اشغال شوو کلو کي شاوخوا 27900 انسانان وژل شوي وو د نازيانو سره په دغه وخت کي ده همکاري کړي وه. د دغه پخوانې اوکراييني سرتيري چي په لومړي سر کي په 1942 کال کي د نازيانو له خوا نيول شوي وو او بيا وروسته يي د هغوي سره په همکاري شروع کړي وه،د مونشن په ښار کي د 5 کالو په بند محکوم شو
...
پېښور کې دوو ځانمرګو شاوخوا ۷۳ تنه وژلي
2011-05-13
BBC News

ټپيان د شبقدر ځايي او دپېښور لېډي ريډنګ روغتونونو ته استول شوي دي.
د پاکستان د خېبر پښتونخوا د چارسدې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د روزنې له مرکز نه بهر دوو ځانمرګو بريدګرو شاوخوا ۷۳ امنيتي سرتېري وژلي او تر څلوېښتو زيات يې ټپيان کړي دي.
...
هند او افغانستان ستراتيژيک سند لاسليکوي
2011-05-13
BBC News

خوشحال تایب
کابل

دا افغانستان ته د هند د لومړي وزیر دوهم سفر دی.
...
په پاکستان کې د بن لادن پیدا کیدل د کابل او نوې ډهلي اندیښنې زیاتې کړیدي
2011-05-13
Voa News

د هند صدر اعظم من موهن سنګ د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته رسیدلی دی او د جمهور رییس حامد کرزي سره یې کتلي دي.
ښاغلی سنګ پداسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې تیره اونۍ د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د القاعده د شبکې مشر اسامه بن لادن دامریکا د خاصو قواوو لخوا پخپل کاله کې ووژل شو. په پاکستان کې د بن لادن د وژل کیدو له وجې په کابل او نوې ډهلي کې هغو اندیښنو نور هم زور اخیستی دی چې ویل کیږي پاکستان د تروریستي ډلو سره مرسته کوي.
...
پاکستان خپله بله اتومي بټۍ هم پرانیستله
2011-05-13
Voa News

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د چین له خوا جوړه شوې دوهمه اتومي بټۍ پرانیستله.
 ښاغلي ګیلاني ددې بټۍ پرانیستل د پاکستان او چین ترمنځ د اتومي ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کي د همکارۍ " یو بل پیاوړی مثال " وباله.
...
WFP : د ۲۵۰ ميليونه ډالرو غوښتنه وکړه
2011-05-12
BBC News

مصطفی سالک
کابل

ډبليو، ايف، پي تر ډېره بې وزله کسانو ته خوراکي توکي ويشي.
...
President Barack Obama speaks at a campaign rally for Missouri Senate hopeful Robin Carnahan
آلمان او نړۍ | 25.09.2010
2010-09-25
Deutsche Welle


په داسې حال کې چې د متحده آيالتونو ولسمشر بارک اوباما وينا کوله، وېسترويله پخپله د عمومي غونډې په تاريخي تالار کې ناست و او لاسونه يې پړکول.

«دا وينا له ژمنتيا ډکه وه، هم د نژدې ختيځ د سولې د بهير په برخه کې او هم ايران ته د خبرو اترو او همکارۍ د يو وړانديز په برخه کې.»

خو دغه وړانديز د ايران ولسمشر ونه مانه، بر عکس. هغهُ د يولسم سپتامبر په اړه حيرانونکې داسې خبرې کولې چې ګويا د امريکې د متحده آيالتونو حکومت دغه بريدونه پخپله تر سره کړي وي. وېسترويله په دې وخت په تالار کې تشريف نه درلود، بلکې يو بل آلمانی ديپلومات چې هغه هم له تالاره ووت. لږ تر لږه ۳۳ حکومتي پلاوي د احمدي نژاد د وينا پر مهال له تالار څخه ووتل، چې په هغو کې د آلمان پلاوی هم راتهّ.
...
 
German Chancellor Angela Merkel speaks during a news conference after a meeting of the party executive of the German Christian Democrats in Berlin, Germany, Monday, May 10, 2010.
 | 19.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-19
Deutsche Welle


د لوږي سره د مبارزې په خاطر د ملګرو ملتو د سرمشريزي تر شروع کيدو لږ دمخه د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د لوږي او غربت په مقابل کي د لا ډيري مبارزې او کوښښ غوښتنه وکړه .
...
 
Pakistan President Asif Ali Zardari speaks during a news conference with his counterparts Hamid Karzai of Afghanistan and Abdullah Gul of Turkey, both unseen, after talks in Istanbul, Turkey, Monday, Jan. 25, 2010.
آلمان او نړۍ | 16.09.2010
2010-09-16
Deutsche Welle


د پاکستان د جمهورريس آصف علي زرداري سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي کرزي وويل چي، هغوی دواړو د تروريستي شبکو چي دغه هيوادونه يي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي، پر ضد د مقابلي پر نوولارو چارو باندي بحث وکړی.
 
کرزي وويل« موږ پر دې سره وغږيدو چي څنګه د تروريستانو پناه ځايونه، د هغوی مالي سرچينې، او د هغوی د روزني کمپونه له منځه يوسو. موږ په دې هکله هم سره وغږيدو چي  د خپلو هيوادونو د امنيت د خوندي ساتني دپاره څنګه يو د بل سره همکاري پراخه کړو.»
...
 
U.S. Defense Secretary Robert M. Gates speaks to the media in London, Wednesday, June 9, 2010.
آلمان او نړۍ | 15.09.2010
2010-09-15
Deutsche Welle


د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس د انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي « موږ طبعاً د روسيې څخه د Ми 17 ډوله څرخي الوتکو د خريدارۍ سره علاقه لرو. دغه الوتکي د افغانستان د شرايطو سره ډيري ښې برابري او افغانان ورسره بلد دي.»
 
هغه ويلي دي چي موږ غوښتل چي دغه الوتکي خريداري کړو، خو چي رشتيا درته ووايم په امريکا کي دننه د يو لړ مقاومت سره مخامخ سوو.
...
 
Afghanistan President Hamid Karzai speaks during a news conference with his counterparts Abdullah Gul of Turkey and Asif Ali Zardari of Pakistan, both unseen, after talks in Istanbul, Turkey, Monday, Jan. 25, 2010.
 | 10.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-10
Deutsche Welle


د افغانستان جمهوررييس حامد کرزي امريکا يي تندلاري کشش تيري جُنس ته د قرآن شريفو د سوځولو څخه خبرداری ورکړی دی .
...
 
President Barack Obama speaks at the U.S. Coast Guard Panama City District Office in Panama City, Fla., Saturday, Aug. 14, 2010.
 | 04.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-04
Deutsche Welle


د امريکا جمهوررييس بارک اوباما به راتلونکي هفته کښي د ناټو دعمومي منشي اندرس فوغ راسموسن سره په واشنګټن کښي وګوري .
...
 
Mahmoud Abbas, President of the Palestinian National Authority, speaks at an event commemorating the 60th anniversary of the United Nations Relief and Works Agency for Palestine Refugees in the Near East (UNRWA).
آلمان او نړۍ | 03.09.2010
2010-09-03
Deutsche Welle


نيتان ياهو او محمود عباس  دواړو د ملکي خلکو په مقابل کې  زور زياتی په کلکه وه غانده  ، دواړو دا ژمنه وکړه چي پدغه سيمه کښي  به د خلکو د امنيت  او ډاډمنتوب دپاره هڅي کوي  ، دواړو دا په ډاګه کړه چي د دواړو تر مينځ ددوو دولتو مسله په اصل کښي د لانجمنو پوښتنو د منځه وړلو لويه  ستونزه ده  .  
...