Pashto News Sources:
 
 | 27.12.2010 | 09:00 UTC
2010-12-27
Deutsche Welle


د عاج په ساحل کی د قدرت پر سر مبارزه کي د ریاست جمهورۍ د انتخاباتو پرحق ګټونکي الاسانا اوواترا خپل پلویان عمومي اعتصاب ته رابللي دي.
...
افغانستان | 27.12.2010
2010-12-27
Deutsche Welle


افغانستان ته د روسي عسکرو په راتګ د وخت جمهورريس حفيظ الله امين د تاج بيګ په ماڼۍ کي ووژل سو او  د افغانستان چاري ببرک کارمل په لاس کي واخيستې.
 
برژنيف پر افغانستان باندي د يرغل پر محال د کمونست ګوند د مرکزي کميټي مشر او د شوروي اتحاد د عالي شورا مشري کوله.
 
د پخواني شوروي څه باندي سل زره عسکر په افغانستان کي کابو د يوې لسيزي لپآره تم سول.
...
آلمان او نړۍ | 26.12.2010
2010-12-26
Deutsche Welle


شتاين ماير وايي، مګر دا چي حکومت په صراحت سره ژمنه وکړي چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو پلان په نوي ميلادي کال کي پيل کيږي.
 
شتاين ماير چي په تير ايتلافي حکومت کي د بهرنيو چارو وزير ؤ دغه خبره د آلمان «بيلد ام زونتګ» نومي  ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل:
 
« که چيري حکومت د سوسيال ديموکرات د ګونده موافقه رايه غواړي، هغه بايد د پوځي ماموريت د اوږدولو په پريکړه کي د ايستلو مشخصه نيټه هم وښيي.»
...
افغانستان | 26.12.2010
2010-12-26
Deutsche Welle


په خوست كي د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفترهم مني چي، ځواكونه يې له هغه اډي ووتل چي د سپيرې ولسوالۍ او وزيرستان ترمنځ په غرنۍ سرحدي سيمه كي جوړه سوي ول.
 
د ميرڅپر په نوم دغه نظامي اډه پداسي يوه ستراتيژيكه سيمه كي جوړه سوې ول، چي ختيځي خواته يي د خوست تڼيوولسوالي جنوب ته يي د پاکستان وزيرستان سيمه او جنوب لوديځ ته يي د پكتيكا ګيان ولسوالي موقيعت لري.
...
آلمان او نړۍ | 25.12.2010
2010-12-25
Deutsche Welle


درومانيې او بلغاريې دپاره هم د راتلونکي کال  د مارچ څخه .
خو دغو هيوادو د اروپايې ټولني عالي کميسارۍ ته د جرمني او فرانسې دداخله وزيرانو د هغه خط څخه مايوسي ښکاره کړېده ، چي د شينګن زون ته يې د هغو د ورشامليدو نيټه تر پوښتني لاندي راوستلې ده .
 
د رومانيې جمهوررييس باسيسکو ډير عصابنيت ښکاره کړی دی ، اووايي ،
...
افغانستان | 25.12.2010
2010-12-25
Deutsche Welle


روسیه وایې چې د افغانستان هیروینو له سخت ګواښ سره مخامخ کړي ده. سرګي ایوانوف ویلي چې په دې اړه دوي شدیده اندیښنه لري او څو څو ځله یې د کابل له حکومت سره خپله اندیښنه شریکه کړي ده. ښاغلي ایوانوف ویلي هغه معلومات چې دوي په دې برخه کې تر لاسه کړي پخلی یې د پاکستان د څارګرې ادارې له لوري هم سوی دی.

که څه هم افغانستان د نړۍ په کچه د هیروینو د تولید تر ټولو ستر هیواد بلل کیږي خو افغان دولت وایې چې دوي د مسکو دغه تور ردوي او داسي راپور نسته چې په بدخشان کې دې په دومره غټ شمیر د مخدره توکو تولید ځایونه شتون ولري. له مخدره توکوسره د مبارزې د وزارت ویاند عبدالقیوم ثامر وايي:
...
 | 24.12.2010 | 15:00 UTC
2010-12-24
Deutsche Welle


دډېرو واورو له کبله د جرمني په اکثرو ځايو کښي د ريلونو او بسانو تګ راتګ د ډيرو مشکلاتواو خنډونو سره مخامخ سوی دی .
...
 | 24.12.2010 | 13:00 UTC
2010-12-24
Deutsche Welle


د ملګرو ملتو عمومي اسامبلې د عاج په ساحل کښي د قدرت پر مبارزه کښي د جمهوري رياست د انتخاباتو د ګټونکي الاسانا اوټارا طرف نيولي دي .
...
افغانستان | 24.12.2010
2010-12-24
Deutsche Welle


د ناټو ځواکونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه یو سړی چی د افغانستان په جنوب کې طالبانو  ته د وسلو د قاچاق په تور نیولې دی، څرنګه چی په لومړی سر کی یی ګمان کیده د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران غړي نه دی.
 
د نړۍ وال امینتی مرستنددوی ځواک، ایساف، او د افغانستان استخباراتي چارواکو  وویل: « په نیول شوي سړی باندی شک  شوی ؤ چې د ایران د القدس د ځواک سره تړاو لري.خو د دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته په ډاګه شوه چې دې د ایران د ځانګړي ځواک غړې نه دی.»
...
 | 24.12.2010 | 10:00 UTC
2010-12-24
Deutsche Welle


دهنګري يوه ليکوال ګيورګي کونراد ددغه هيواد د شخصي مطبوعاتو او رسنيو محدوديت د جرمني د نازي رژيم د لمړۍ مرحلې سره مشابه بللی دی .
...
 | 24.12.2010 | 08:00 UTC
2010-12-24
Deutsche Welle


دهنګري يوه ليکوال ګيورګي کونراد ددغه هيواد د شخصي مطبوعاتو او رسنيو محدوديت د جرمني د نازي رژيم د لمړۍ مرحلې سره مشابه بللی دی .
...
آلمان او نړۍ | 24.12.2010
2010-12-24
Deutsche Welle


د پاکستاني او د منځني ختيځ  چارواکوچي نوموړي ورځپاڼي ته د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط خبري کړي وويل ايراني چارواکي د القاعدي د شبکي دغو ترهګرو ته پټي مرستي ورکوي ترڅو د ناتو د سرتيرو پر خلاف وجنګيږي.
 
په عين وخت کي د ناتو له خوا د افغانستان په جنوب کي د ايران د يو لوړ پوړي منصبدار د نيولو خبر هم ورکړ شوي دي.
 
...
افغانستان | 23.12.2010
2010-12-23
Deutsche Welle


ميدويدف په بمبی کي وويل چي هر ډيموکراتيک دولت بايد په خپل بې مثاله ډول د ديموکراسۍ لار ځان ته جوړه کړي، نه داچي هغه د دباندي څخه ورباندي وتپل سي.
 
ميدويدف د بمبي د تخنيکي پوهنتون د زده کړيالانو پوښتنو ته په جواب کي وويل:
 
«په نړۍ کي هره ډيموکراسي خپل ځان ته ده، خو د هغې د عامولو کوښښونه چي په ټولو هيوادونو کي دي يو ډول وي هيڅ امکان نه لري.»
...
آلمان او نړۍ | 22.12.2010
2010-12-22
Deutsche Welle


څوګوتنبرګ د بهرنيو چارو د وزير ګيدو وسترويله له خوا د سرتيرو د ايستلو يو ټاکل سوی پلان تر پوښني لاندي ونيو.
 
وسترويله تيره اونۍ وويل چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو ايستل د راتلونکي ميلادي کال په پای کي پيل کيږي.
 
د دفاع وزير د آلمان د ARD تلويزوني شبکې سره په مرکه کي وويل:« په راتلونکي کال کي د سرتيرو د ايستلو د پيل پلان يو ډير ستونزمن هدف دی، چي هغه د ستر مسووليت غوښتنه کوي.»
...
 | 22.12.2010 | 10:00 UTC
2010-12-22
Deutsche Welle


د آيساف قواووي غواړي په افغانستان کښي د طالبانو پر ضد خپلو عملياتو ته په ژمي کښي هم بيله وقفې څخه ادامه ورکي .
...
افغانستان | 22.12.2010
2010-12-22
Deutsche Welle


تيره ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼي داسي يو رپوټ خپور کړ چي ګواکي واشنګټن پلان لري د پاکستان په خاوره کي خپل ځانګړي ځواکونه د اورپکو د ځپلو لپاره په دنده وګماري.
 
ورځپاڼي ويلي وو چي امريکايي او افغان پوځي جنرالان دغه کار د ۲۰۱۴ کال د هغه ضرب الاجل تر را رسيدو پوري د افغانستان د ثبات لپآره ډير مهم بولي.
 
د کابل حکومت په تيرو شاوخوا نهو کلونو کي همدا غوښتنه لرله چي د پاکستان په خاوره کي بايد د  ترهګرو روزن ځايونه او پنډغالي ړنګ سي ځکه د افغانستان پر خاوره په دغو سيمو کي بريدونه پلانيږي.
...
President Barack Obama speaks at a campaign rally for Missouri Senate hopeful Robin Carnahan
آلمان او نړۍ | 25.09.2010
2010-09-25
Deutsche Welle


په داسې حال کې چې د متحده آيالتونو ولسمشر بارک اوباما وينا کوله، وېسترويله پخپله د عمومي غونډې په تاريخي تالار کې ناست و او لاسونه يې پړکول.

«دا وينا له ژمنتيا ډکه وه، هم د نژدې ختيځ د سولې د بهير په برخه کې او هم ايران ته د خبرو اترو او همکارۍ د يو وړانديز په برخه کې.»

خو دغه وړانديز د ايران ولسمشر ونه مانه، بر عکس. هغهُ د يولسم سپتامبر په اړه حيرانونکې داسې خبرې کولې چې ګويا د امريکې د متحده آيالتونو حکومت دغه بريدونه پخپله تر سره کړي وي. وېسترويله په دې وخت په تالار کې تشريف نه درلود، بلکې يو بل آلمانی ديپلومات چې هغه هم له تالاره ووت. لږ تر لږه ۳۳ حکومتي پلاوي د احمدي نژاد د وينا پر مهال له تالار څخه ووتل، چې په هغو کې د آلمان پلاوی هم راتهّ.
...
 
German Chancellor Angela Merkel speaks during a news conference after a meeting of the party executive of the German Christian Democrats in Berlin, Germany, Monday, May 10, 2010.
 | 19.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-19
Deutsche Welle


د لوږي سره د مبارزې په خاطر د ملګرو ملتو د سرمشريزي تر شروع کيدو لږ دمخه د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د لوږي او غربت په مقابل کي د لا ډيري مبارزې او کوښښ غوښتنه وکړه .
...
 
Pakistan President Asif Ali Zardari speaks during a news conference with his counterparts Hamid Karzai of Afghanistan and Abdullah Gul of Turkey, both unseen, after talks in Istanbul, Turkey, Monday, Jan. 25, 2010.
آلمان او نړۍ | 16.09.2010
2010-09-16
Deutsche Welle


د پاکستان د جمهورريس آصف علي زرداري سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي کرزي وويل چي، هغوی دواړو د تروريستي شبکو چي دغه هيوادونه يي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي، پر ضد د مقابلي پر نوولارو چارو باندي بحث وکړی.
 
کرزي وويل« موږ پر دې سره وغږيدو چي څنګه د تروريستانو پناه ځايونه، د هغوی مالي سرچينې، او د هغوی د روزني کمپونه له منځه يوسو. موږ په دې هکله هم سره وغږيدو چي  د خپلو هيوادونو د امنيت د خوندي ساتني دپاره څنګه يو د بل سره همکاري پراخه کړو.»
...
 
U.S. Defense Secretary Robert M. Gates speaks to the media in London, Wednesday, June 9, 2010.
آلمان او نړۍ | 15.09.2010
2010-09-15
Deutsche Welle


د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس د انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي « موږ طبعاً د روسيې څخه د Ми 17 ډوله څرخي الوتکو د خريدارۍ سره علاقه لرو. دغه الوتکي د افغانستان د شرايطو سره ډيري ښې برابري او افغانان ورسره بلد دي.»
 
هغه ويلي دي چي موږ غوښتل چي دغه الوتکي خريداري کړو، خو چي رشتيا درته ووايم په امريکا کي دننه د يو لړ مقاومت سره مخامخ سوو.
...
 
Afghanistan President Hamid Karzai speaks during a news conference with his counterparts Abdullah Gul of Turkey and Asif Ali Zardari of Pakistan, both unseen, after talks in Istanbul, Turkey, Monday, Jan. 25, 2010.
 | 10.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-10
Deutsche Welle


د افغانستان جمهوررييس حامد کرزي امريکا يي تندلاري کشش تيري جُنس ته د قرآن شريفو د سوځولو څخه خبرداری ورکړی دی .
...
 
President Barack Obama speaks at the U.S. Coast Guard Panama City District Office in Panama City, Fla., Saturday, Aug. 14, 2010.
 | 04.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-04
Deutsche Welle


د امريکا جمهوررييس بارک اوباما به راتلونکي هفته کښي د ناټو دعمومي منشي اندرس فوغ راسموسن سره په واشنګټن کښي وګوري .
...
 
Mahmoud Abbas, President of the Palestinian National Authority, speaks at an event commemorating the 60th anniversary of the United Nations Relief and Works Agency for Palestine Refugees in the Near East (UNRWA).
آلمان او نړۍ | 03.09.2010
2010-09-03
Deutsche Welle


نيتان ياهو او محمود عباس  دواړو د ملکي خلکو په مقابل کې  زور زياتی په کلکه وه غانده  ، دواړو دا ژمنه وکړه چي پدغه سيمه کښي  به د خلکو د امنيت  او ډاډمنتوب دپاره هڅي کوي  ، دواړو دا په ډاګه کړه چي د دواړو تر مينځ ددوو دولتو مسله په اصل کښي د لانجمنو پوښتنو د منځه وړلو لويه  ستونزه ده  .  
...