Pashto News Sources:
 
آلمان او نړۍ | 02.12.2010
2010-12-02
Deutsche Welle


په داسي حال کي چي په لويديځ کي عامه فشار وار په وار زياتيږي تر څو د افغانستان جګړې ته بايد د پای ټکي کښېښودل سي، اوباما ويلي دي چي د متحدينو ځواکونه به په راتلونکي کال کي افغان امينتي ځواکونو ته د امنيت سپارل پيل کوي او د پلان له مخه به په ۲۰۱۴ کال کي هغه بشپړ کيږي.
 
امريکايي چارواکي وايي چي د يو کال څخه را په دې خوا په لاره اچول سوې ستراتيژي چي  په افغاسنتان کي د امريکايي او نورو متحدينو د سرتيرو زياتول د هغي محوري برخه وه، خپله نتيجه ورکړې او هغه دا چي د ياغيانو د قوت د پر مختګ مخه يې نيولې ده، که څه هم پوځي چارواکي وايي چي په وروستيو مياشتو کي د زور زياتيو لړۍ تر بل هر وخت پراخه سوې ده.
...
افغانستان | 02.12.2010
2010-12-02
Deutsche Welle


په دې نظر پوښتنه کي په سلو کي ۵۹ کسانو ويلي دي چي د ۲۰۰۲ کال را په دې خوا د 39 ډنمارکي پوځيانو مرک په افغانستان کښي د هغو پرمختګونو په پرتله چي په دغه هيواد کښي سوي ډيردي.
 
دغه نظر پوښتنه چي ۱۱۷۲ کسانو څخه سوې په ډنمارک کي د ميگافون انستيتيوت لخوا تر سره سوې ده.
 
د نظر پوښتونو پايلي ښيي چي ډنمارکيان د خپل دولت په ځينو پاليسيو شکمن دي. دا په داسي حال کي ده چي په ورستيو شلو کلونو کښي ډنمارکيانو د خپل د دولت او نړيوالي ټولني د ډير شمير دريزونو څخه ملاتړ کړی دی.
...
مرکې | 01.12.2010
2010-12-01
Deutsche Welle


دوچه ويله: په افغانستان کي په اچ ای وي ايډز د اخته کسانو شميره څومره ته رسيږي؟
 
ډاکټرپيغام: تر اوسه پوري ۶۳۶ مثبتي پيښي زموږ سره ثبت سوي دي او د ايډز په ناروغۍ د هغو کسانو شميره ۴۳ ده چي زموږ سره ثبت سوي دي.
 
دويچه ويله: په دې ناروغۍ اخته ډيری کسان څوک دي، نارينه دي، ماشومان دي او که ښځي دي؟
 
پيغام: اکثرا دغه کسان نارينه دي، او د ښځو فيصدي اتلس فيصده ده او د هغو ماشومانو شمېره چي په دغه ناروغۍ اخته دي په افغانستان کي په ايډز ناروغۍ د اخته ټولو کسانو درې نيم سلنه جوړوي.
...
 | 01.12.2010 | 15:00 UTC
2010-12-01
Deutsche Welle


تېرکال متحده ايالاتو جاپان لږترلږه په غيرمستقيم ډول دې ته مجبور کړی ؤ ،چي خپل د وسلوپه بنديز کي د نرم والي څخه کار واخلي، تر څووکولای سي يوګډ پرمختللی دراکټانو دفاعي سيسټم، اروپا ته صادر کي .
...
 | 01.12.2010 | 09:00 UTC
2010-12-01
Deutsche Welle


د مصر په شخړه ايزو پارلماني انتخاباتو کښي د جمهوررييس حسني مبارک ملي ديموکراتيک حزب پارلمان ته تقريبأ ټوله کانديدان په خپله ګټه وړي دي .
...
افغانستان | 01.12.2010
2010-12-01
Deutsche Welle


گلاب منگل په لښکرگاه کي خبريالانو ته ويلي دي چي د مركزي د ولت د سولي د هلو ځلوسره يې جوخت په هلمند كي هم د وسلوالو طالبانو سره خبري پيل كړي دي.
 
هغه ونه ويل چي د كوم امتياز له مخه لسګونو وسلوالو ډلو د مخاليفيت څخه لاس اخستى دى خو زياته كړې يې ده چي اوس هم په يو ډول نه يو ډول د مخاليفينو سره په خبرو بوخت دى او هيله لري چي يوې نتيجي ته به سره ورسيږي.
...
آلمان او نړۍ | 30.11.2010
2010-11-30
Deutsche Welle


د هغوی په خبره ماشومان يې تر نيولو وروسته يو افغان امنيتي ارګان ته، چي د بنديا نو سره په بد چلنۍ تورن دی سپارلي دي.
 
دغه بربنډوني په داسي حال کي ترسره کيږي، چي ويل کيږي د افغانستان په جنوب کي د کاناډايي سرتيرو پوځي عمليات په راتلونکي کال کښي پای ته رسيږي.
 
د کاناډا د حکومت لپاره د دې خبري معلومول چي ايا کاناډايي سرتيري په دي پوهيدل چي افغان چارواکو ته سپارل سوي بنديان به د بد چلنۍ سره مخ سي که څنګه، ډير ستونزمن بريږي.
...
افغانستان | 30.11.2010
2010-11-30
Deutsche Welle


د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مرستيال سيامک هيروي وويل چي دغه ګام وروسته تر هغه پورته سوی چي د چاپريال ساتني اداري د کابل  ښار د هوا د پاکوالي لپاره کابينې ته دغه وړانديز وکړ.
 
د چاپريال ساتني د ملي ادارې ريس مصطفي ظاهر د کابيني غړو ته د وينا پرمهال د پلازمېني چاپريال دردونکي وباله او ويلي يي دي چي له اندازي څخه زيات د وسايطو تګ راتګ، د بريښنا د توليدونکو جنراتورونو له ظرفيت څخه زياته ګټه اخيستنه ، د بې کيفيته سونګ توکو واردول، په ښار کي د کثافاتو زياتوالي، په کوچنيو داشونو او فابريکو کي  له لوګي لرونکو سونګ توکو کار اخيستل د کابل ښار هوا سخته خرابه کړې ده.
...
ځانگړي مطالب | 29.11.2010
2010-11-29
Deutsche Welle


په يوه تعبير ژبه د پوهاوي او راپوهاوي وسيله ده.دغه شان ژبه يوه انساني اختراع ده. نو دا وسيله چي څومره ثيقل سي. څومره آسانه او روانه سي اغيز يې زياتيږي.
 
ژبه له ږغ څخه جوړه ده او ږغ چي څومره اهنګين ولري پر زړونو او ذهنونو ښه لګيږي. دلته ده چي شاعرانه کلام پر سړي ښه لګيږي.
 
داچي د شاعرانه کلمو تعبير څه دی؟ د کابل پوهنتون استاد اسدالله غضنفر وايي چي د شاعرانه کلمو اصطلاح مختلف تعبيرونه لري، ځني خلکو ته شاعرانه کلمي، هغه کلمي ښکاري، چي ښکلي مانا ولري، لکه: «وږمه»، «ډيوه»، «ريدی»، «پسرلی» يعني د ژوند ښايستونه.
...
 | 29.11.2010 | 15:00 UTC
2010-11-29
Deutsche Welle


د لیبیا په پایتخت کی د اروپا - افریقا دریمه سرمشریزه پیل کیږي . په دغه دوه ورځنیو خبرو اترو کی داتیاوو اروپایی او افریقایی دولتو استازي ګډون کوي .
...
 | 29.11.2010 | 10:00 UTC
2010-11-29
Deutsche Welle


په قاهره کښي تر پارلماني انتخاباتو وروسته هم په هغه کښي د جعلکارۍ تورونه راپورته سوي دي ، چه په ترڅ کښي يې په قاهره او الکساندريه کښي د پوليسو او مظاهره کونکوتر منځ اخوب ډب رامنځته سوی دی .
...
افغانستان | 29.11.2010
2010-11-29
Deutsche Welle


د امريکا دولت ژمنه کړې چي د افغانستان د کرهني له سکتور سره به اته ديرش مليونه ډالره نوي مرسته وکړي.
 
افغانستان چي اقتصاد يي په کرهنه ولاړ اقتصاد بلل کيږي تر ډيره بريده خپلي اړتياوي له اقتصادي برخي پوره کوي.
 
د کرهني وزير محمد اصف رحيمي وايي چي د افغانستان او امريکا ترمنځ د کرهني په برخه کي د ګډ کنفرانس د جوړيدوهدف د کابل کنفرانس د پريکړو عملي کول دي.
...
آلمان او نړۍ | 28.11.2010
2010-11-28
Deutsche Welle


په دې آزموينو کي  چي څلور ورځي به دوام وکړي، د متحده ايالاتو ستره USS George Washington نومي الوتکي ليږدونکې بېړۍ هم ګډون لري.
 
په دغه بېړۍ کي چي په اټومي تجهيزاتوهم سمباله ده، 5500 امريکايي سرتيري او 75 الوتکي ځای پر ځای سوي دي. له دې بېړۍ سره نوري جنګي بيړۍ هم ملګرتيا کوي.
 
د پوځي آزموينو څخه لږ څه د مخه شمالي کوريا يو ځل بيا ګواښ وکړی چي د دغه هيواد د خاوري پر بشپړتيا باندي د هر ډول تيري په وړاندي به سخت ځواب ورکړی.
...
افغانستان | 28.11.2010
2010-11-28
Deutsche Welle


نوي سفيران د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول په غوښتنه او د ولسمشر کرزي په منظور اتو ملکونو ته ور پيژندل سوي دي.
 
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه دويچه ويله ته په را استول سوي يوه وينا پاڼه کي راغلي چي دغه سفيران هالنډ، قزاقستان، ايران، بنګله ديش، ترکيي، قرغزستان، اردن و جاپان ته معرفي سوي دي.
 
په هغو کسانو کي چي د سفيرانو په توګه دغو اتو ملکونو ته ور پيژندل سوي د ولسمشر کرزي د حکومت د کابيني يو شمير پخواني وزيران هم ليدل کيږي.
...
آلمان او نړۍ | 27.11.2010
2010-11-27
Deutsche Welle


د متحده ايالتونو د امنيتي چارواکو په وينا يوه 19 کلن ځوان غوښتل چي د اورېگون ايالت په پورټلېنډ ښار کي چاودنه وکړي. د امنيتي چارواکو په وينا دغه نيول سوی شکمن کس په سوماليه کي ږېږېدلی دی او د برېښناليک له لاري يې د پاکستان د قبايلي سيمو سره اړيکي نيولي وې. کله چي دغه 19 کلن ځوان د جمعې په ورځ هڅه وکړه چي په يوه موټر کي پټ کړل سوی بم د موبايل تليفون په مرسته وچاودي نو پوليسو دی ونيوی. چاودنه تر سره نه سوه ولي چي بم اصلي نه ؤ بلکه د امنيتي چارواکو لخوا يو مصنوعي بم ايښودل سوی ؤ.
...
President Barack Obama speaks at a campaign rally for Missouri Senate hopeful Robin Carnahan
آلمان او نړۍ | 25.09.2010
2010-09-25
Deutsche Welle


په داسې حال کې چې د متحده آيالتونو ولسمشر بارک اوباما وينا کوله، وېسترويله پخپله د عمومي غونډې په تاريخي تالار کې ناست و او لاسونه يې پړکول.

«دا وينا له ژمنتيا ډکه وه، هم د نژدې ختيځ د سولې د بهير په برخه کې او هم ايران ته د خبرو اترو او همکارۍ د يو وړانديز په برخه کې.»

خو دغه وړانديز د ايران ولسمشر ونه مانه، بر عکس. هغهُ د يولسم سپتامبر په اړه حيرانونکې داسې خبرې کولې چې ګويا د امريکې د متحده آيالتونو حکومت دغه بريدونه پخپله تر سره کړي وي. وېسترويله په دې وخت په تالار کې تشريف نه درلود، بلکې يو بل آلمانی ديپلومات چې هغه هم له تالاره ووت. لږ تر لږه ۳۳ حکومتي پلاوي د احمدي نژاد د وينا پر مهال له تالار څخه ووتل، چې په هغو کې د آلمان پلاوی هم راتهّ.
...
 
German Chancellor Angela Merkel speaks during a news conference after a meeting of the party executive of the German Christian Democrats in Berlin, Germany, Monday, May 10, 2010.
 | 19.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-19
Deutsche Welle


د لوږي سره د مبارزې په خاطر د ملګرو ملتو د سرمشريزي تر شروع کيدو لږ دمخه د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د لوږي او غربت په مقابل کي د لا ډيري مبارزې او کوښښ غوښتنه وکړه .
...
 
Pakistan President Asif Ali Zardari speaks during a news conference with his counterparts Hamid Karzai of Afghanistan and Abdullah Gul of Turkey, both unseen, after talks in Istanbul, Turkey, Monday, Jan. 25, 2010.
آلمان او نړۍ | 16.09.2010
2010-09-16
Deutsche Welle


د پاکستان د جمهورريس آصف علي زرداري سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي کرزي وويل چي، هغوی دواړو د تروريستي شبکو چي دغه هيوادونه يي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي، پر ضد د مقابلي پر نوولارو چارو باندي بحث وکړی.
 
کرزي وويل« موږ پر دې سره وغږيدو چي څنګه د تروريستانو پناه ځايونه، د هغوی مالي سرچينې، او د هغوی د روزني کمپونه له منځه يوسو. موږ په دې هکله هم سره وغږيدو چي  د خپلو هيوادونو د امنيت د خوندي ساتني دپاره څنګه يو د بل سره همکاري پراخه کړو.»
...
 
U.S. Defense Secretary Robert M. Gates speaks to the media in London, Wednesday, June 9, 2010.
آلمان او نړۍ | 15.09.2010
2010-09-15
Deutsche Welle


د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس د انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي « موږ طبعاً د روسيې څخه د Ми 17 ډوله څرخي الوتکو د خريدارۍ سره علاقه لرو. دغه الوتکي د افغانستان د شرايطو سره ډيري ښې برابري او افغانان ورسره بلد دي.»
 
هغه ويلي دي چي موږ غوښتل چي دغه الوتکي خريداري کړو، خو چي رشتيا درته ووايم په امريکا کي دننه د يو لړ مقاومت سره مخامخ سوو.
...
 
Afghanistan President Hamid Karzai speaks during a news conference with his counterparts Abdullah Gul of Turkey and Asif Ali Zardari of Pakistan, both unseen, after talks in Istanbul, Turkey, Monday, Jan. 25, 2010.
 | 10.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-10
Deutsche Welle


د افغانستان جمهوررييس حامد کرزي امريکا يي تندلاري کشش تيري جُنس ته د قرآن شريفو د سوځولو څخه خبرداری ورکړی دی .
...
 
President Barack Obama speaks at the U.S. Coast Guard Panama City District Office in Panama City, Fla., Saturday, Aug. 14, 2010.
 | 04.09.2010 | 09:00 UTC
2010-09-04
Deutsche Welle


د امريکا جمهوررييس بارک اوباما به راتلونکي هفته کښي د ناټو دعمومي منشي اندرس فوغ راسموسن سره په واشنګټن کښي وګوري .
...
 
Mahmoud Abbas, President of the Palestinian National Authority, speaks at an event commemorating the 60th anniversary of the United Nations Relief and Works Agency for Palestine Refugees in the Near East (UNRWA).
آلمان او نړۍ | 03.09.2010
2010-09-03
Deutsche Welle


نيتان ياهو او محمود عباس  دواړو د ملکي خلکو په مقابل کې  زور زياتی په کلکه وه غانده  ، دواړو دا ژمنه وکړه چي پدغه سيمه کښي  به د خلکو د امنيت  او ډاډمنتوب دپاره هڅي کوي  ، دواړو دا په ډاګه کړه چي د دواړو تر مينځ ددوو دولتو مسله په اصل کښي د لانجمنو پوښتنو د منځه وړلو لويه  ستونزه ده  .  
...